د غمي غمي سیندونه کتاب مخکتنه وشوه


د ۱۳۹۹لمریز کال د لړم د میاشتې په ۱۵ نېټه  د پنجشنبې  په ورځ وروسته له غرمې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په انګړ کې د (افغان ځوانانو کاروان، د سویل ختیځ زون د ولسونو عالي کمیسیون، د ځاځیو قوم مرکزي شورا، د ځاځیو ځوانانو مدني ټولنې، د منګلو ځوانانو ټولنې، د زمانخېلو د قوم سرتاسري شورا، د خاکجبار کلتوري خوځښت، د لويې پکتیا ځوانانو ټولنو ګډې جرګې، د خوست متحدو ځوانانو ټولنې، د رڼا مشعل انسټیټوټ، په خوست کې د باور د ځوانانو ټولنیزې، علمي او کلتوري ټولنې او د فکري رغښت بنسټ)  ټولنیزو بنسټوټو د هیواد د ځوان او نوښتګر شاعر سیدجیلاني جلان د نوي چاپ شوي غمي غمي سیندونو شعري کتاب مخکتنه وکړه.
 
غونډه د قران مجید په تلاوت پیل شوه ورپسې د هیواد ملی سرود وغږول شو د غونډې ویاندویۍ چارې دهیواد تکړه ژورنالیستې او لیکوالې اغلې دلفروز ځیرک پرمخ وړې . د غونډې پرانیستې او ښه راغلاست وینا  او د غونډې په اجنډا بحث د ټولنیزو بنسټونو په استازیتوب لیکوال او شنونکي ښاغلي زمرد خان منګل وکړه.
 
 د ولسمشر لوی سلا کار او استاد ښاغلي لعل پاچا ازمون وویل ما چې  د غمي غمي سیندونه  کتاب لومړی غزل ولوست پریکړه مې وکړه چې کتاب په یو ځل ونه لولم او هر غزل بار بار او دقیق ولولم ځکه په دغه کتاب کې ډیرې نوې هنري خبرې او خیالات دی نوموړي زیاته کړه ما به چې کله کاظم خان شیدا لوسته نو د نویو خیالونو سره به مخ کیدم  خو خوشبختانه مونږ اوس په پښتو شاعرۍ کی جلان هم لرو چې مونږ ته نوې شاعرانه خبرې ، نوي تشبهات ، نوې استعارې ، نوي ترکیبونه او نوي مفاهم وړاندې کوي او داسې یې وړاندې کوي چې مونږ ځان سره خپلې خیالي دنیا ته په مینه بیايي مونږ ته د کلیوال چاپیریال ،  خپل فلکلور  ، د خپلې ټولنې خبرې په خواږه او نوي انداز وړاندې کوي  نوموړي زیاته کړه چې جلان په ځینو شعرونو کې لهجوي ستونزه معلومیږي ممکن په اسانۍ حل شي.
 
ښاغلي استاد نجیب منلي وویل جلان شاعر دی شاعران ډیر وي خو شاعر کم وي په دې مانا چې خپله شعري لاره لري خپل خیالات ،  خپل ترکیبونه ، او د پښتو شعر ته نوي څه لري او وړاندې کوي نوموړی یو نوښتګر شاعر او ښه شاعر دی.
 
ښاغلي استاد حبیب الرحمان د جلان شعر په اړه وویل جلان ښه شاعر دی نوې خبرې او نوي مفاهم په شعر کې وړاندې کوي. خو زما هیله ده، چې جلان دې په شعر کې د کوچیانو ژوند تمثیل هم وکړي چې دا به د کوچي فرهنګ د غوړیدو اوخوندي کولو سبب شي.
 
اغلې شاعرې او لیکوالې صفیې صدیقي  غمي غمي سیندونه کتاب له نوښته ډک اثر وباله .نوموړې زیاته کړه چې جلان د ټولنې دردونه ، ناخوالې ، د مینې او ژوند خبرې په داسې انداز وړاندې کوي چې انسان حیرانوي.
 
مونږ وایو، چې تندي ته پټکي جوړ کړه یا سر ته ټیکری جوړ کړه خو جلان ددې مفهوم یا خبرې برعکس خبره کوي هغه هم  له داسې یوازې نوې او بېلې زاویې څخه چې لوستونکي او اوریدونکي مجبوریږي چې ژور فکر پرې وکړي د بیلګې په توګه:
فرق مو همدا دی دوی تندیو ته پټکي جوړوي
خو زه لګیا یمه پټکیو ته تندي جوړوم
تندیو ته پټکي جوړول اسان کار دی خو پټکیو ته تندي جوړول ډېر سخت کار دی.
 
نوموړې د جلان په  لسګونو بیتونو چې  د مینې ، شوخۍ ، درد،   وړاندوینې ، مثبت فکر ، د ژوند او د ژوند بېلا بېلو اړخونو ذکر پکې شوي   خبرې او شننه  وکړه  او جلان ته یې د لا زیاتو همداسې ښکلو، نویو هنري پنځونو او بریا هیله وکړه.
 
 ښاغلي ضیا الحق وزیرزي د جلان د شعر او د جلان د شخصیت په اړه خواږې او خوندورې خبرې وکړې نوموړي جلان د یو نوښتګر او پیاوړي شاعر ترڅنګ یو با استعداده اود ښکلي خوی او شخصیت خاوند وباله.
 
د هیواد  دازادو لوبو اتل ښاغلی احمد ولي هوتک جلان دیو ښه دوست یادولو ترڅنګ خپل ژوند کې د یو لارښود او الګو یاد کړ او زیاته یې کړه جلان یو مهربان ، په ولس او وطن مین انسان دی او د جلان سره یې د خپلو خوږو خاطرو یادونه وکړه.
 
د هیواد پیاوړي ممثل ښاغلي ممنون مقصودي د جلان د غمي غمي سیندونو له کتاب څخه (خدای ته لیک ) له درده ډک شعر په ډېر ښه او ښکلي تمثیلي انداز  وړاندې کړ چې د ګډون والو د خوښۍ وړ وګرځیده.
 
د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدبلال هاشمي جلان یو باشخصیته او مهربان انسان یاد کړ نوموړی زیاته کړه خوشبخت یم چې جلان غوندې یو انسان مې همکار او دوست دی.
 
د هیواد خوږ غږي سندرغاړي ښاغلي جاوید امیرخيل د جلان شعرونه د موسیقي په تارونو وپیل ګډون والو ته وړاندې کړل چې  غونډه یې لا خوندوره او هنري کړه.
 
دجلان د شعر یوې مینوالې اغلې ډاکټر سپوږمۍ مومند د غمي غمي سیندونو له کتاب یو ښکلی غزل په ښکلی انداز دکلمه او د غونډې ګډون والو ته وړاندې کړ.
 
 د غونډې په دویمه برخه کې د بېلا بېلو فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو لخوا  جلان ته د هیواد د یو ښه او نوښتګر شاعر په حیث تر لسو ډېر ستاینلیکونه ، یو ایوارډ، دلوی افغانستان د ملاکنډ سیمې تکړه انځورګرې اغلې الماس خانم  په لاس په غلبیل کې کښل شوی د جلان انځوراو  د لرو بر افغان ځوانانو د همغږۍ جرګۍ لخوا د لوی افغانستان ستر مبارز، شاعر ، لیکوال او سیاستوال اجمل خټک  په نوم د سرو زرو مډال ورکړ.
 
د غونډې په پای کې جلان د غونډې له ټولو ګډون والو نه په ډېره مینه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د استادانو د ویناوالو له خبرو یې ډیر څه زده کړل چې پخپلو راتلونکو اثارو کې به ګټه ترې واخلي.
 
او له تقدیرکونکو څخه د مننې ویلو ترڅنګ یې وویل چې دا ستاینلیکونه ، ایوارډ، په غلبیل کې کښلی انځور او د سروزرو مډال زما لپاره یو مسؤلیت دی چې زه دخپل وطن ، ولس او ادبیاتو لپاره باید ډېر څه ډېر خدمت ، ډیرې هڅې او کوشش وکړم.
 
غونډه د دعایې په لوستلو او عصریې په صرف کولو سره پای ته ورسیده. یاده دې وي چې په غونډه کې د بېلا بېلو  ټولنیزو بنسټونو مشرانو او غړو، د مدني او فرهنګي  ټولنو غړو، د هیواد ملی تجارانو ، دولتي چارواکو، ژورنالستانو، هنرمندانو، ورزشي اتلانو، امنیتي مسؤلینو د جلان د هنر مینه والو او عامو خلکو ګډون درلود.