کابل کې د ۱۷۹ ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د لړم)، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې په کابل کې د ۱۷۹ ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، چې ددغو ممیزخونو د پرانیستې غونډې ته په وینا کې وویل: "په کابل کې د ۱۷۹ ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړ شوي، چې له دې ډلې ۲۷ یې د ده سبز ولسوالۍ اړوند دي، ددغو ممیزخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۰۵ میلیونه افغانیو ته رسیږي، چې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې رغول شوي دي".

د غفوري په خبره ددغو ممیزخونو د هر یوه وړتیا اته مټریک ټنه ده، چې په ټولیزه توګه زرګونه ټنه انګور په ممیزو بدلوي.

د چارواکو په وینا چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت په طرحه کې ۱۱ زره پروژې شاملې دي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونوکې پلي کيږي. ددغو پروژو د ډېرو هغو چارې بشپړ شوې او یو شمېر یې د بشپړېدو په درشل کې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201105_083121_966.sdoc-->