په کابل پوهنتون برید؛ څوک یې مسؤل دی؟

 په کابل پوهنتون باندي پرونی تروریستي برید چې د درېیو یرغلګرو او ۲۲ بې ګناه محصلینو له وژل کېدو وروسته پای ته ورسېد، یو وحشیانه او د ټولو انسان اصولو خلاف کار وو.

دولت دا برید یوه ناکامي او انساني فاجعه وبلله او نن یې په ټول هېواد کې ملي‌ماتم اعلان کړ. طالبانو هم هغه د اصولو خلاف وبلل او ځان یې د شهېدانو او ټپیانو په غم شریک وګڼل. 

خو اصلي پوښتنه دا ده چې څوک دا ډول برېدونه کوي او هدف یې څه دی؟
طالبان ادعا کوي چې پرونی برید د دافغان حکومت کار دی چې د داعش په مرسته یې ترسره کړی. دوی داستدلال کوي چې په ننګرهار او کونړ کې داعش له ماتي وروسته، د هغوی پاتي‌جنګیالي د ملي امنیت میلمستونونو ته انتقال شول او په اوس وخت کې د خبرو د مختل کولو لپاره د برېدونو دا ډول پلانونه ورکوي.

په ورته وخت کې بیا أفغان دولت  طالبان ددې برید مسؤلین او طالبان د اوسني وضعیت د رامنځته کولو لاملین ګڼي او وایې ددې تروریستي  پېښو مسؤلیت دوی ته راجع کېږي. همدارنګه د ولسمشر لومړي‌معاون امرالله صالح بیا ادعا کوي‌چې دبریدګرو په صندوق کې د طالبانو بیرغ او د صنف په تخته “امارت زنده باد” لیکل شوي وو. ده په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي‌چې دا ډول بریدونه د طالبانو د ځواک په نامه د نوي ‌ډلي لخوا کېږي، دی وایې دا ډله په دې وروستیو کې د تروریستي برېدونو لپاره په خوست ولایت کې رامنځته  شوي ده. 

بل خواته، داعش چې ددې پېښي مسؤلیت منلی ادعا کوي چې دا برید د دوی د دوو برېدګرو، انس الپنجشیري او طارق الخراساني‌کړی دی. دوی همدا راز د ۸۸ تنود وژل کېدو خبر ورکړی دی.

که وګورو په دې ډول بریدونو کې به د طالبانو لاس ښایې نه وي ځکه چې دوی تر اوسه دا ډول برید نه دی ترسره کړی او په دی او په دې حساس وخت کې خو یې لا چانس کم دی. خو داعش بیا ددې ډول بریدونو مخینه  لري، په خاصه توګه په مساجدو، شفاخانو، ښوونیز مرکزونو او عامه ځایونو باندي. د طآلبانو د ادعا چې دولت په دې برید کې په لاس لرلو تورنوي، پرته له کره ثبوتونو ناسمه او یو تش تور بللای شو.

که وګورو د سولي د پروسې له پیل نه تر اوسه پوري، ځیني داسي پېښي کېږي چې په مستقیم ډول دې پروسه ته زیان رسوي. ددې ډول اعمالو کوونکي نامالوم خلک دي. په ډېر ګومان سره به  هغه کسان وي چې پّ سوله کې خپل خیر نه ویني او هغه د ځان په ګټه نه ګڼي. وهابیان، داعشیان،او حتی خپله د  طالب او دولت په مینځ کې ځیني هغه کړۍ ددې پېښو مسؤلي کېدلای شي چې د جګړه پای د خپلو ګټو په خاطر نه غواړي. 

دوی عادي ډله نه دي، ځکه یوه عادي ډله نشي کولای په دومره مهارت سره دا ډول پېچلي حملې وکړي.له دوی سره  د سیمي استخبارات او ځیني فعاله  تروریستي شبکې مل دي او د هغوی په مدد سره چې د سولي مخالفین دي، دا هر څه کوي. په ټوله کې دا ډلي، کابل پوهنتون باندي برید ته ورته، حملي په کرایې قاتلانو کوي.

داعش چې په افغانستان کې ماته خوړلی برېښي، یوازي د برید مسولیت اخلي‌یا پرې ور تپل کېږي خو اهداف بیا د هغو عملي‌کېږي چې پورته مو ذکر کړ.

دلته بیا هم مسؤلیت حکومت او طالب ته راجع کېږي. یو خو حکومت، د حاکم،  قانون  پلي‌کوونکي، او د خلکو د ساتوونکي په توګه، په داسي حال کې چې ملیاردونه ډالر پرې مصرف شوي، پاتي راځي تر څو ددې ډول حملو مخنیوی وکړي او د کابل ښار امنیت ټینګ کړي. په بل اړخ کې دا مسؤلیت طالبانو ته هم راجع کېږي چې دوی ددې ډول ډلو د فعالیت لامل شوي. 

په کار څه دي؟
په اوسني ترینګلي وضعیت کې چې هر شوم عمل په اسانۍ سره پلی کېدلای شي، دواړو خواوو ته دا اړینه ده چې وضعیت تر کنترول لاندي ونیسي او هغو مغرضو کړیو ته چې د سولي‌مخالفت کوي، اجازه ورنه کړي‌تر څو له حالاتو په استفادي خپل کرغېړن اهداف عملي او د سولي لپاره راغلی فرصت ضایع کړي. ددې وضعیت د لمنځه وړلو لپاره لازمه ده چې د سولي اوسنۍ خبري ګړندۍ شي، ګوندي، سمتي او سلیقوي اختلافات دي څنګ ته کېښودل شي تر څو أفغانستان له دې نابسامان وضعیت وژغورل شي. خو که د سولي مخالفین په دې بریالي شي چې راغلی فرصت له منځه یوسي، دا به په حقیقت کې په أفغانستان کې بل شوي اور ته شدت ورکړي او د ددې اور لمبې به بیا ډېر افغانان له ځان سره لولپه کړي چې جبران به یې په پېړیو، پېړیو سخت وي.