د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتونه ډیري طبي او ساینسي ګټي هم له ځان سره لري چي ساینس او طب یې وروسته ګټي ثابتي کړې، دلته د څو سنتونو ګټي او حکمتونه بیانیږي.
لومړی سنت: رسول الله صلی الله علیه وسلم به سهار وختی له خوبه پاڅيدی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د سهار لمونځ او آن تجهد لمونځ لپاره ډیر وختی پاڅیدی، ساینس ډېر وروسته ثابته کړل چي سهار وختی پاڅیدل د انسان مؤثریت ډيروي او همدارنګه څوک چي وختي پاڅيږي ډېر کم په ډیپریشن یا د پریشانۍ په ناروغۍ اخته کیږي.
دویم سنت: رسول الله صلی الله علیه وسلم به لږ خوراک کاوه
رسول الله صلی الله علیه وسلم به لږ خوراک کاوه چي د ناروغیو څخه ځان وساتي، ډېر وروسته ساینس ثابته کړل چی لږ خوراک د انسان سره مرسته کوي چی د ډيرو ناروغیو په وړاندي مقاومت وکړي او د ناروغیو څخه یې ژغوري.
دریم: رسول الله صلی الله علیه وسلم به کرار کرار خوراک کاوه
کله چي معده دماغ ته خبر یا سیګنال ورکوي چي ډکه سوې نو شل دقیقې وخت نیسي، که خوراک په کراره وسي نو د ډېر خوراک مخه نیول کیږي.
په کراره خوراک کول د انسان هضمیت پياوړی کوي، نن ورځ طب ټولو ته د کرار خوراک کولو توصیه کوي.
څلورم سنت: ګډ یا یو ځای خوراک کول
رسول الله صلی الله علیه وسلم به توصیه کول چي تاسي یو ځای یا ګډ خوراک وکړي د الله تعالی رحمت به له تاسي سره وي، نن ورځ ساینس ثابته کړه چي ګډ خوراک د فشار یا سټریس په کمولو کي مهم نقش لري.
پنځم سنت: اوبه په درې ځله سره ځښل
د الله رسول صلی الله علیه وسلم به توصیه کول چي اوبه په یو ځل مه څښئ بلکي په دریو ساګانو سره یې وڅښئ، نن ساینس ادعا کوي چي په یوځل د اوبو څښل کیدای سي د سردردۍ، ګنګستیا او د ویني په الکترولیتونو کي د ناانډولتوب لامل کیدای سي.
شپږم سنت: د انار خوراک
د الله رسول صلی الله علیه وسلم به انار ډېر خوښیدل، نن ساینس ثابته کړل چي د مځکي پر مخ روغتیا ته تر ټولو ګټوره میوه انار دی.
اووم سنت: روژه
د الله رسول صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته توصیه کړې چي د رمضان د میاشتي روژه ونیسئ، نن ورځ جاپاني ساینس پوهانو اعلان کړې چي د رمضان روژه روغتیا ته ډېره ګټه کوي او د سرطان په وړاندي د بدن مقاومت زیاتوي.
اتم سنت: د خرما خوړل
د مسلم شریف په یو حدیث کي راغلی کوم کور چي خرما لري هغوی به هیڅکله وږي نسي، د الله رسول صلی الله علیه وسلم به روژه په خرما ماتول او همدارنګه د خرما خوراک به یې کاوه، خرما د ویني د شکر یا شوګر کچه کنټرولوي، د الکترولیت کچه تنظیموي او د ویني د زیاتوالی لامل ګرځي.
نهم سنت: منظم پاته کیدل
د اسلام له پینځو بناو او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د فعلي سنتونو څخه یو لمونځ دی چی په څلورویشت ساعتونو کي پنځه ځله ادا کیږي، لمونځ د عبادت سربیره د بدن د بیلابیلو غړیو تمرین دی، ساینس اوس ددې ډول حرکاتو ګټي ثابتي کړې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نهه سنتونه چي ساینس یې وروسته ګټي ثابتي کړې
ژباړه : سلطان شاه صفاري
انګلیسي سرلیک: 9 Prophet Mohammad PBUH habits which Science proved later
وروستي