غزني کې د شېدو پروسس مرکز چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوې دي

روهي (دوه نۍ/۱۲ د لړم)، د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، په غزنې ولایت کې د شېدو د راټولو او سړولو مرکز چارې په چټکې سره دوام لري او په راتلونکې یو میاشت کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

د غزنې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایې، د شېدو د راټولولو یاد مرکز د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، او په ۲۴ ساعتونو کې د یوزرو او ۲۵۰ لېترو شېدو پروسس وړتیا لري.

د چارواکو په وینا چې د یاد مرکز په جوړولو سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۵۲ تنو ته دندي هم پیدا شي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201102_153027_630.sdoc-->