زموږ د رحمة للعالمین پیغمبر دښمنان څوک دې؟

د لویدیځ تاریخی مطالعه سړې دې پایلۍ ته رسوی چې د نړۍ د دې برخي وګړې له ټولو انساني تمدنونو، هویتونو، پرګنو، ادیانو، رنګونو او حتا خاورینۍ جغرافیي سره یو ډول لیونۍ دښمني، کېنه، کرکه او نه پخلاه کېدونکې تربګنۍ لری.
 
د بېلګې په توګه که تاسو نوی کشف شوی امریکا ته چې اروپایانو د بی خلګو جنت نوم ورته کارولی مطالعه کړۍ، او بیا هلته له سور پوټکو انسانانو سره د سپین پوټکي اروپایي انسان عقده، وحشت او له درندګۍ ډک نا انساني کردار او چلند وګورې نو دې پایلۍ ته به ورسیږی چې لویديځ مېشته انسان د ټولو زړه راښکونکو او ښکلیو انساني ایډیالونو، ارمانونو او ګډو بشری باورونو په خلاف د دې زغم، وړتیا او منلي سړېتوتب ته ژمنتیا او ريښتنولي نه لری، د کومو چې شعار ورکوی او نور ملتونه هغه ته رابولي.
 
د اروپا خپل منځه وحشتونه، د صلیبي جګړو په نوم د مذهبي جګړو څو پیړۍ بدرنګه اورونه، درې نړیوالۍ امریکایی ـ اروپایی جګړې او بیا را وروسته د لسګونو آزادو ملتونو پر آزادیو تیرې، غورځی، پرځی، د ملی او ولسي نظامونو نسکورول دا ټول په دې استدلال او دلالت کړې، چې  له انساني نړۍ سره د لویدیځ او اروپایي انسان دښمني د نه پخلاینۍ وړ او له تراژدیو ډکه کیسه ده.
 
د لا سپیناوی او وضاحت لپاره د مخکښو امریکایی تیوری کښونکو او پالیسي میکرانو هنری کسینجر، هانټینګټون او بریژنیسکي کتابونه او څرګندوني د یادونې وړ ده.
 
فرانسه او له مسلمان انسان سره د بوږنونکې دښمنۍ مخینه یې:
تازه فرانسوی واکمن ایمانویل ماکرون پدغه هېواد کې د یوه مسلمان ځوان د هغه غبرګون له امله چې د اسلام د ګرانقدر پیغمبر سپکوونکي کاریکاتور انځورونکي ښووونکي یې وژلي وو، په نقد کې اسلام له ګواښ سره مخ دین یاد کړې، او په فرانسه کې مېشته لږکۍ مسلمانه ټولنه یې په سختدریځو ټولنیزو بندیزونو او عقیدوی سانسور ګواښلي.
 
هغه چې لدغه ګام سره فرانسوی پولیس د مسلمانانو کور او کار ځایونو ته ورځی، هغوی تنګوی، بی ځایه ټولنیز فشار سره یې مخ کوی او یو ډول ناوړه سیاسی ـ ټولنیز توپیر او کرکي سره یې مخ کړې.
 
بل لور ته اروپایي رهبرانو د مسلمانو ولسونو او حکومتونو د نیوکو او غبرګون په خلاف د فرانسي ترڅنګ درېدلی، د بیان د ازادۍ په عنوان یې د چارلی ابډو مجلې د پسخند او ریشخند څخه ډک او سپکوونکې کاریکاتورونه یې ستایلی، دا یې د بیان د ازادۍ په نوم ګډ اروپایې ارزښتونه بللی، او د اسلامی نړۍ د ملتونو له لورې یې د فرانسوی توکو د تحریم د کمپاین پر ضد یې د دغه هېواد د توکو د پیر ټټر وهلي.
 
د اروپا دې دریځ په ډاګه کړله چې اروپاه لا څومره صلیبي ده، اروپایان په اسلامی خاورو کې د سیکولاریزه کولو او الحادپالو هڅو او پروژو پر خلاف، پخپل منځ کې څومره تندلارې مذهبی باورونه، دریځونه او له اسلامی او انساني نړۍ سره یو ډول بی رحمانه دیني تعصب لری.
 
د بېلګي په توګه کله چې فرانسوی اشغالګرانو د الجزایر مسلمان هېواد په کال ۱۸۳۰ کې تر خپل اشغال او رسمي استعمار لاندی راوستل، او پدغه مسلمان ملت یې، د صلیبي ـ عیسوی فاشیزم او کرکې پر بنسټ ۱۳۲ کاله نیواکګرانه حکومت وچلاوه.
 
هغه چې پدغه اوږده له تورتم، ظلم او بربریت ډکه موده کې یې پراخې هڅې وکړې چې د دې ستر او با عزمته مسلمان ولس دین، ژبه، کلتور، لیک لوست او حتا اسلامی ـ عربی هویت ورڅخه واخلي او په بدل کې یې د هغوی په فرانسوی بڼه بدلولو هڅې یې وکړې، هغه چې د دې لپاره یې بی شمیرې کلیساه ګانې جوړې کړلي او یا یې جوماتونه په کلیساګانو بدل کړل، عربي ژبه او لیک یې له منځه یوړل او پر ځای یې فرانسوی لیک او ژبه دود کړله...
 
د یوه چینی ګرځندوی شینڅ تڅه په خبره، په الجزایر کې پدغه موده کې د دغه هېواد نیم وګړې یانې ۵/۵ میلیونه انسانان یوازی د دین او عربیت په ګناه د فرانسوی وحشتکارو او انسان خوړونکو اشغالګرانو له لوری چې نن ځان د انساني ارځښتونو، تمدن، کلتور او ګډو مدنی حقونو بانی بولي په زړه بوږنونکې او جنایتکارانه بڼه قتل عام کړل.
 
دوی یوازی پدغه زړه سختۍ او درندګۍ هم بسنه ونه کړه، بلکي د الجزایر د مخکښو دینی عالمانو، ولسي رهبرانو، ملي انقلابیونو او د الجزایر د عزت او آزادۍ د جګړې د زرګونو مخکښانو سرونه به یې د هغوی له تن او بدن څخه پرې کول او د ( انسان ) په نوم د پاریس ښار یوی موزی ته یې وړل او هلته به یې د ګډ اروپایی تمدن څخه د دفاع په ننګ صلیبي موزه کې یې د انسان د وژنې نمایش بل انسان ته کول.
 
د معتبرو نړېوالورسنیو د مستندو څېړنیزو رپوټونو په بنسټ، چې د فرانسي د انسان نومي صلیبي موزه کې یوازی د الجزایری ولس د ( ۱۸۰۰۰ ) انقلابی، ملي او دیني مخکښانو جمجې نمایش ته ښودل شوی وې.
 
هغه چې د روان ۱۳۹۹ کال د زمرې میاشتي په ۱۵ د یکشني په ورځ چې د الجزایر د خپلواکۍ له ۵۸ کلیزی سره برابره دی، وروسته له ۱۷۰ کاله نمایش او وحشتکارې ، د ۹ کاله پرلپسي مذاکراتو وروسته د دغه زرګونو انسانانو له ککریو څخه یې یوشمیر دغه هېواد ته ولیږدول او دغه ستر ملت یې د جنازی لمونځ او دیني اکرام او تکریم پرځای کړل.
 
پر همدې بنسټ هغه بلواکې، پردېپاله، ابن غلام او ورځچارې سیکولاره کړې چې له لویدیځ او په ځانګړې ډول امریکا او اروپایي یرغلګرو او اسلام دښمنو هېوادونو اغیزمن دې، د هغوی بی دینه افکارو خپرېدو ته کار کړې، الګوه یې ګڼي او د سوچه اسلامي ـ سیاسي نظام د راتګ په وړاندې په افغانستان او ټولو اسلامي خاورو کې خنډ او ځنډ دې، باید درک کړې چې د صلیبي فرانسي غوندې ټوله اروپا په پټه او ښکاره، یا د جمهوریت، غربی سیکولارو تګلارو او دېته ورته نورو دریځونو له لارې تل له اسلام او اسلامي امت سره په شدید ټکر او جګړه کې ښکېل دې.
 
دا ټول د دې ښوودنه کوی چې اسلام د حق، تسامح، ورورولۍ، نړېوال لیدلوری لرونکي او په ټوله کې د بشریت د ایډیالۍ رهبرۍ او بشپړ نظام لرونکي دین دی، اسلام نړېوال سولې، عدالت، زغم، مهربانۍ او انساني همغږۍ ته بلنه کوی، اسلام د قومي او مذهبی لږکیو مصونیت خپل فرض ګڼی، د ښځو په انساني حقونو، برابرۍ او کرامت ټینګار کوی، د نورو ادیانو، مذاهبو او عقیدو ازادی خوندی کوی او د ارزښتونو یې خیال ساتي، همدارنګه خپل پیروان هڅوی چې نړۍ د قانون او آمن په لور رهبری او انسانیت ته سکون راوګرزوی.
 
د دې سربېره فرانسه، امریکاه، اروپا او په ټوله کې لویدیځ د اسلام له مخ پر ودې وړتیا او ځواک څخه په ویره کې دی، ځکه هم ماکرون وایی چې دوی باید د اسلامی خاورو د اشغال او استعمار پرځای پخپلو وطنو کې دننه د اسلام د ارام ځواک په وړاندې دې ودریږی او پرینږدې چې اسلام د دوی د جابرو واکمنیو دننه پریمانه زړونو ته لار پیداکړې، د جبر فرعونی واک دې وننګوی، د الجزایر د قتل عام، د فلسطین د ټوټه کېدو، د عراق د ماتېدو، د لبنان د پاشل کېدو، د یمن د ګنډوالېدو او د افغان وطن په ګډون د اسلامي نړۍ د لسګونو برخو د درېدو، خوږېدو، شکنجه کېدو او د نن د بدې وررځی کسات دې واخلی.
 
په همدې بنسټ دوی اشغال کوی، یرغل کوی، اقتصادی بندیزونه لګوی، له فاسدو، سیکولارو او بلواکو حکومتونو ملاتړ کوی، د مصر اخوان المسلمین، د فلسطین حماس، د الجزایر د ازادۍ جبهه، د تونس النهضه او په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې ونه مانه، دسیسې یې ورته جوړې کړې، د ترهګرۍ تور یې پرې پورې کړل او د نسکورېدو تر درشله هڅه یې وکړله.
 
د دوی د دغي اسلام دښمنۍ خبره تردې ځای اوږده شوه چې پرون فرانسوی واکمن مخامح د اسلام د پیغمبر سپکاوی او د فرانسوی مسلمانانو سره جګړه د خپل ګوند د حکومتي سیاست په توګه اعلان کړل.