روهي (جمعه/۹ د لړم)، د فرانسه په ينس ښار کې د دوه ورځې وړاندې پېښې وروسته د فرانسې کورنيو چارو وزير جرالد دارمنین ويلي دي چې دوی د اسلامي سخت دريځۍ دښمن دي.
جرالد دارمنین رسنيو ته ويلي دي چې جګړه او دښمني یې له هېڅ دين سره نه ده خو دوی د فرانسې دننه او له فرانسې بهر له اسلامي سخت دريځۍ او افراطي کړو وړ سره په مبارزه کې دي.
فرانسه کې وروسته له هغې مذهبي تاوتريخوالي زور واخېست، چې يو ښوونکي د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی ص کارتون زده کوونکو ته وښوود او وروسته بيا د يو مسلمان زده کوونکي له خوا يې سر غوڅ شو.
همدا ډول دوه ورځې وړاندې فرانسه کې پر يوې کلېسا د بريد په پايله کې درې کسان وژل شوي دي او يو شمېر نور ټپيان شول. د فرانسې ولسمشر مکرون ويلي دي چې د اسلامي سخت دريځۍ پر وړاندې د مبارزې ويلي دي.
د فرانسې ولسمشر مکرون د اسلام سپيڅلي دين په اړه توندې څرګندونې کړي، چې د اسلامي نړۍ غبرګونونه یې راپورته کړي دي.
وروستي