يو لمن ګيلې زړګيه! ياد د دي چې وژړيدې دومره په زوره زوره چې دې په خوله باندې لاسونه كيښول سلګيو دوو كيسو ته نه پر يښودې په بلا زور دې ايله څو جملې ترې بيلې كړلې (( زه ستا خبرو سره لرم مينه زه ستا سندرو سره مينه لرم زما دې پړوكي، پړوكي شعر خوښيږي الله ته وګوره ما هيره نه كړې چې څو دې وس وي هومره ډير غږيږه زما د سوي زړه تسكين پرې كيږي ...)) اوس چې له هغې ورځې ايله څو شپې تيرې دي ليونۍ! سم مې ستا عادت اخيستى تر نيمو، نيمو شپو شوګير وكړمه له ژړا وريت شمه او وټسيږم زړه ته مې يو لمن ګيلې ودريږي ځانه سره وبونږيږي (( نو ايله دومره امكانات هم نشته چې مې دروغ ناروغ پوښته وكړې ...)) سولې پيغام راډيو 18-12-07 د عرفات ورځ
وروستي