په فساد تورن شوي؛ هرات ښاروال او د ښاروالۍ اته لوړپوړي مامورين پوليسو ونېول

روهي (دو نۍ/۵ د لړم)، د هرات امنيه قومندانۍ رسنيو ته ويلي دي چې هرات ښاروال او د ښاروالۍ اته مامورين په فساد کې د لاس لرلو په تور نېول شوي دي. 

د هرات امنيه قومندانۍ رسنيو ته ويلي دي چې د درنو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضايي ادارې له پلټنو وروسته پوليسو هرات ښاروال او اته کارمندان نېولي دي. 

سرچينو د نوم د نه ښوودلو په شرط رسنيو ته ويلي دي چې ښاروال او ياد مسوولين د ۷۵ زره امريکايي ډالرو رشوت د اخېستو پر مهال نېول شوي دي.