بین الافغاني خبرې او د ولس ورنه غوښتنې

څه باندې دوه مياشتې کيږي، چې د قطر په دوحه ښار کې د دولت او طالبانو استازو لخوا بين الافغاني خبرې پيل شوي، چې د هېواد په دننه کې له تاوده هرکلي سره مخ شوي، افغانانو چې کلونه کلونه دسولې راتلو لپاره شيبې شميرلې او دغه انتظار يې رالنډ شو  او څښتن تعالی دې وکړي، چې دغه ملي پروسه په بریالۍ توګه پرمخ ولاړه شي.

زموږ د هېوادوالو يوازينۍ هيله داده، چې يادې خبرې مثبتې پايلې ولري او د ولس په ګټه سرته ورسيږي .افغان ولس ددغې ناستې په جوړيدو خوښ او په جګړو ښکېلو لورو باندې غږ کوي، چې روانه او زيانمنه جګړه دې په چټکۍ توګه ودروي، څو افغانان له ناخوالو او تاوتريخوالو نه لاس پر سر او په يوې روښانه او پرمختګيزې ټولنې کې ژوند ته دوام ورکړي.

په دوحه کې د دولت او طالبانو استازو ترمنځ لانجمنې خبرې روانې دي، نو څومره، چې ممکن وي، هغومره دې ورته دواړه لوري دحل لارې ولټوي او د ولسونو ګټې چې هغه د جګړې پاى ته رسول دي، په پام کې ونيسي. ځکه ولس تر هر څه دمخه د رښتيني سولې په تمه دي، چې د سولې پرته د هېوادوالو ټولې چارې ټکنۍ شوي او هېڅ افغان دېته زړه نه ښه کوي، چې خپلې چارې په ازادانه توګه سرته ورسوي.

که څه هم افغان ولس د دوحې له ناستې راضي بريښي، خو بل لورته طالبانو په درز جګړه روانه کړې او ځايي ولسونه له جګړو په تنګ راتلو سره خپلې سيمې پريښي او نورو ځايونو ته کډوال شوي دي. 

ددغه درديدلي وضعيت په مهار کې دواړه مرکچي پلاوي له هر څه دمخه بايد په هېواد کې د تاوتريخوالي د منځه وړلو او يا هم د اوربند کولو په اجنډا کې د سر موضوع ټاکلې او پرې توافق شوي واى، چې په هېواد کې هم مهاله وضعيت له مخې ولسونو پرته له شخړو د آرامۍ ساه اخيستي واى.

خو بيا هم فرصت له لاسه نه دى تللى، که چېرته دواړه لوري د يو واحد خبرو پايلې ته رسيږي، نو ژر ترژره دې دغه ملي، تاريخي او اسلامي رسالت، چې دسولې ټینګښت دی،  په هېواد کې دې پلي کړي، چې نور د وژنو او ويجاړيو لړۍ پاى ومومي.

نو افغان مرکچي دواړه لوري، د ستونزو او شخړو پاى ته رسيدو لپاره د حل لارې وګوري، نه دا چې د افغان ولس په مذهبي او کلتوري توکمونو په حاشيو خبرې اترې وکړي، چې دا يو ډول بهرني استخباراتي پلان شوي توطيې دي او خداى مه کړه، چې زموږ ترمنځ د لانجو او شخړو سبب وګرزي.

د دولت او طالبانو دواړه لوري دې په ملي او مذهبي ګټو ودريږي او لکه څنګه چې زموږ نېکونو تېرې شخړې په جرګو او مرکو حل کړي دي، همداسې نن بيا اړتيا شته، چې اسلامي او هېوادنۍ ګټې په پام کې نېولو سره د غمځپلو او درديدلو افغانانو اوښکې پاکې کړي او د يوې رښتينې او پتمنې سولې په راوستو کې دغه زيرې په هېوادوالو ولوره وي.

دغه آرمان ته د رسېدو لپاره دواړه پلاوي کولى شي، چې دخلکو دخير او ښېګڼې لپاره خداى (ج) او دهغه کتاب او نبوي احاديث په نظر کې ونيسي او په هېواد کې روان ناورين ته د پاى ټکى کېږدي، څو درديدلي او ځوريدلي ولس ته د ژوندانه له اړخه هوسا او پرمختللي فضاء رامنځته شي. د دې ورځې راتلو په هيله!