شفاهي یا نالیکلي ادبیات هغه ادبیات دي، چې لیکوال یې معلوم نه دی او د ولس له خوا را منځته کېږي. هر ژبه د شفاهي ادبیاتو لرونکې ده، خو پښتو ژبه د نورو ټولو ژبو په پرتله د شفاهي ادبیاتو د درلودولو له مخې یوه بډایه ژبه ده. دا چې ولې دا ژبه د شفاهي ادبیاتو له پلوه یوه بډایه ژبه ده او په دې ژبه کې شفاهي ادبیات ولې ډېره مخینه لري په دې اړه به په دې مقاله کې معلومات وړاندې شي.
نالیکلي ادبیات هغه ادبیات دي، چې د ولس له خوا د ولس په ژبه په شفاهي ډول را منځته شوي وي. د پښتو ژبې شفاهي ادبیات د تاریخي قدامت له مخي د اریایانو له دورې څخه را پیلېږي. یا هم داسې ویل شوي، چې دا ادبیات له اریایی سټې څخه اوبه څښي. د پښتو ژبې څېړونکي دا لنډۍ د اریایانو د وخت ګڼي چې ویل شوي:
سپوږمیه سر وهه را خیژه
یا مې د ګلو لو کوي ګوتې ریبېنه
د دغې لنډۍ په باب د جون زانوم لټسن یو راویت دی چې وایي: (د اریایانو هغه دود ته یې پام شو چې د سپوږمۍ په رڼا کې به یې د سوما هوما ( هوما اوما اومه) بوټي ریبل او بیا به یې د د سومسات شراب ترې جوړول)
دا ژبه د شفاهي ادبیاتو د لرلو له مخې یوه غني ژبه ده او په دې ژبه کې د نورو ژبو په پرتله د شفاهي ادبیاتو زیرمې ډېرې دي. د نورو ژبو په پرتله یې شفاهي ادبیات پیاوړي او ښکلي هم دي. هغه شفاهي ادبیات چې په پښتو ژبه کې دي، په نورو ژبو کې یې ساری نشته لکه: د پښتو ژبه لنډۍ چې نورې ژبې دا او دې ته ورته ښکلی فورم نه لري. کومه ښکلا او مانا چې د لنډیو په ښکلی فورم کې ځای شوې؛ نه کوم بل فورم دا ښکلا لری او نه هم د نورو ژبو په کوم فورم کې داسې یوه مانا ځای شوې ده.
هغه نظریې چې څېړونکو په دې اړه وړاندې کړي، چې د پښتو ژبې د نالیکلو دابیاتو تاریخي قدامت نسبت لیکلو ادبیاتو ته ډېر دی هغه دا دي:
څېړونکي په دې اړه دا نظر وړاندې کوي، چې د نالیکلو ادبیاتو مخینه نسبت لیکلو ادبیاتو ته ډېره ده؛ چې کېدای شی لیکلی ادبیات به هم وه خو تر موږ به نه وي را رسېدلي ځکه په دې هیواد کې کلونه کلونه جګړې تېرې شوی او دا هیواد څو ځلې د نورو هیوادونو تر ولکې لاندې راغلی، چې کېدای شي په دې اړو دوړ کې د دې ژبې لیکلی ادبیات له منځه تللي وي. شفاهي ادبیات خو له یوه نسل څخه بل نسل ته سینه په سینه او خوله په خوله انتقالېږي، نو ځکه په اسانۍ سره یې اثار له منځه نه دي تللي او تر ننه را رسېدللی دي، حتی چې د اریایانو د وخت یوه لندۍ هم تر موږ را رسېدلې او موږ په دې اړه فکر هم نه کوو، چې دا به د اریایانو د وخت لندۍ وي.
بل لامل دا دی، چې له پخوانه تر اوسه پورې د دې ژبې ویونکي ډېری نالوستي دي، خو د دې تر څنګ د ښه هنري ذوق خاوندان دي، نو ځکه یې ادبیات ډېر په شفاهي ډول را منځته شوي دي.
په ټوله کې دا ویلای شو چې د دې لامل چې د شفاهي ادبیاتو قدامت نسبت لیکلو ادبیاتو ډېر دی، دا دي،چې پښتانه نالوستي وه او بل دا چې کېدای شي، لیکلي ادبیات هم رامنځته شوي وي، خو هغه تر موږ نه وي را رسېدلي.
اخځونه
۱ـ ازمون، لعل پاچا. ( ۱۳۹۹۵). پښتو فولکلوري ادبیات. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه
وروستي