راځئ مثبت بدلون وکړو!

د پاکستان حکومت دویزو  ورکړې لپاره لا پخوا طرحه لرې، افغانستان حکومت کوم بدلون نه دې کړې
نوې طرحه !
 1_په ټولو لویو ښارونو کې باید دپاکستان دویزو لپاره 5-10 پورې دولتې یا شخصې پوستخانې ایجاد شې.

 2-هر هیوادوال باید ان لاین  خالې فورمې کاپي او بیا ‌‌‌‌‌‌ډکې کړې.

3- فورمې ضرورت وړ عکسونه پاسپورت  نورې ضروری ورقې کومې چې کونسلګرې ته مهمی دې دتذکرې کاپي.

4- هر پوست پاکت کې ممکن دیوې کورنې تر5 پورې پاسپورتونه او فورمې وې.

5- د مبایل شماره ادرس ولسوالې کلې او نوم دپاکت پرشا ولیکل شې.

6- هره پوستخانه دسهار اتو بجو څخه تر دولس بجو پورې پوستونه واخلې او جمع  یی کړې او ددوه بجو وروسته دکونسلګرې څخه راغلې پوستونه توزیع کړې.

7- دهر پوست پر سر 50 افغانۍ لګښت وټاکل شې.
  
8- هرپوست ضمانت پوستخانه تضمین کړې.
9- پوستخانه موکلفه ده هرپوست تسلیمونکې ته يو رسید ورکړې تاریخ او ورځ پرې باید ولیکل شې.

10- د ویزو ترلاسه کولو فورمې وړیا توزیع شې سره دلارښود ورقې.

11- هیڅوک دبل چا پوست نشې ترلاسه کولې.

12- هیڅ دولتې  مامور حق نلرې دپوستخانې  په چارو کې مداخله وکړې.

13- پوستخانه خپل ځانګړې موتر ولرې چې پوستونه پر خپل وخت لیږد رالیږد کړې.

#نوت
د یوې لورې به هیوادوالوته  دکار زمینه مساعده شې
د بل لورې به هیوادوال بی عزته بی افته بی ابرو نشې 
بل به هر کس په خپل ولایت او ښار کې خپل پوست 
ترلاسه کوې.