د نوي استعمار معنا: د غیر مستقیمو لارو له لارې د پرمختللو هېوادونو لخوا د لږ پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو کنټرول او استعمار دی.
نوی استعمار چې د پخوانیو استعماري قدرتونو او نورو پر مختللو هېوادونو لخوا د همغږۍ هڅې دي، چې په نورو وروسته پاتې هېوادونو کې د پرمختګ او انکشاف مخه نیسي؛ چې د ارزانه خامو موادو او ارزانه کارګرانو د سرچینو په توګه یې ساتي او پدې توګه د وروسته پاتې هېوادونو په طبیعي زیرمو او قیمتي سرچینو تسلط او واکمني ترلاسه کوي.
دغه ماډرنه بشر پلان په حقیقت کې د منځنۍ پېړۍ هغه څېرې دي چې پرون یې د تورې او ټوپک په زور په خپلو استثمار پلوه هېوادونو کې د نفوذ او ځای پېدا کولو هلې ځلې کولې، خو نن ورځ د همدې ځای پېدا کولو او نفوذ په غرض د اقتصادي، صحي، او تعلیمي کومکونو او انکشافي پروګرامونو تر عنوان لاندې په وروسته پاتې او پر مخ انکشافه هېوادونو کې خپل پروګرامونه پلي کوي او د خپل بانک نوټونو او صنعت په وسیله یې د ګټو هغه لار خپله کړې چې مشرانو یې دوه درې پېړۍ دمخه خپله کړې وه.
په نړیواله کچه د ګلوبلابزیشن چټک پر مختګ، د نړیوالو اړیکو چټک پر مختګ سره د هېوادونو سرحدونه تغیر منونکي دي، معنا دا چې عصري ټکنالوژي دهېوادونو سرحدونه او حاکمیت تر سوال لاندې راولي او په شکل د اشکالو سره د هېوادونو داخلي او بهرنۍ کړنې تر تاثیر لاندې روالي؛ چې کاملاً دغه وضعیت زبر ځواکونو ته د دې فرصت په لاس ورکړی چې د مختلفو لارو چارو څخه د وروسته پاتې هېوادونو د پرمختګ مخه ونیسي او دهغوۍ منابع استعمار او استثمار کړي.
همدارنګه په نړیواله کچه لویدیځ امپریالیستي قدرتونو د وروسته پاتې هېوادونو د منابعو د انحصار او تسخیر لپاره ځینې ضعیف سیاسي حرکتونه او سازمانونه رامنځته کړل، چې همدغه ضعیف سیاسي حرکتونه او سازمانونه په نړیواله کچه د کپیټلیزم د خپرولو او تولید لپاره کارول کیږي.
د تجارت نړیوال سازمان( WTO) د پیسو نړیوال صندوق(IMF) او نړیوال بانک( WB) دا هغه سازمانونه دي چې په نړیواله کچه د کپیټلیزم د زور او طاقت لپاره استعمالیږي، چې د همدې سازمانونو تر شاه امریکا، اسرایلي دولت او نور ابر قدرتونه قرار لري؛ چې د همدې په زریعه دنړۍ هېوادونه استعمار او غلاموي.
په همدې اساس ویلای شو چې نوی استعمار د غیر مستقیم کنټرول او په ځانګړي توګه د اقتصادي، مالي، او سوداګریزو پالیسیو له لارې همدارنګه د بین المللي شرکتونو او نړیوالو څو اړخیزو نهادونو له لارې فعالیتونه کوي، چې یو شمیر پرمختللي هېوادونه بډایې کوي او وروسته پاتې هېوادونو منابع انحصار کوي او زبیښي یې.
د مارکسیستانو په اند:
نړیوال نادولتي سازمانونه(international Non- Governmental Organization) او څو ملیتي شرکتونه(Multi- National Coorporation) دي چې د یو هېواد داخلي منابع په کار اچوي، چې همدوۍ ته د پیسو نړیوال نړیوال صندوق ډالر ورکوي او خپل کارونه په نورو هېوادونو کې مخته وړي.
چې همدا شرکتونه او موسسات بیا کولای شي چې هغه هېودونو کې چې کار کوي چلینج کړي.
ځکه مارکسیستان وایې دغو شرکتونو او موسساتو ته هېڅ اړتیا نشته، څکه یوه ورځ به همدغه شرکتونه د ځبر ځواکونو هېوادونو په وسیله وکولای شي حکومتونه تر تحدید او کنټرول لاندې راولي.
پرون همدغه ځبر ځواکونو په وروسته پاتې هېوادونو کې د مختلفو عواملو او وسایلو په واسطه نا ارامۍ راپېدا کړلې او هغه یې د خپلې شومې مداخلې لپاره بهانه ګڼله او بیا یې د بشري خوا خوږۍ، مرستو او سوکالۍ په پلمه د خپلو عسکري تجهیزاتو سره نوموړو هېوادونو ته ور داخل شول هلته یې نه یوازې دا چې د نارامۍ او اغتشاش د لمنځه وړلو لپاره یې کار وکړ، بلکې د نا ارامۍ او اغتشاش اور ته یې نوره هم لمن و وهله او د همدې تاوتریخوالي تر سیوري لاندې یې ژوند کاوه او د مرستو او سوکالۍ راوستلو په منظور یې ضعیفو هېوادونو کې خپل استعماري او استثماري پروګرامونه او مقاصد پلي کول او مادي ګټې یې ترلاسه کولې.
پخوا که به چېرته د اشغالګرو قواو پر وړاندې سیمه ییز مقاومت راپېدا کېده نو پایله به یې پر خونړۍ او بې رحمانه جګړې پاې ته رسېده، لیکن اوسمهال د بشري مرستو او کومکونو له وجې دغه مرستې او همکارۍ په سیمه ییزه او ملي کچه استقبالیږي؛ چې پایله یې له دوست هېواد څخه خوښي او مننه ده.
که پرون به ځبر ځواکونو خپلې غوښتنې او کړنې د زور او ټوپک په وسیله په کمزور هېوادونو تحمیلولې، نن ورځ یې د مرستو او انکشافي پروګرامونو پر وسیله ترلاسه کوي، چې نتیجه له دواړو څخه یوه ده، پرون په لا شعوره، وحشیانه او غیر انساني ډول د خلکو پر ژوند لوبې کېدلې، نن همغه استثماري کړنې د خوښۍ او ترقۍ په نوم د یوې تحفې په شکل عملي کیږي.
په نتیجه کې ویلای شو چې؛ دغه ماډرنه بشر پلان( ماډرن استعمار) په حقیقت کې د غربي نړۍ لخوا د اسلامي نړۍ پر منابعو او ذخایرو باندې د تسلط لپاره په نړیواله کچه د نوې استعمار وسایلو( بشري مرستې، موسسات، څوملیتي شرکتونه....) رایج او پرمختګ و تر څو د همدغه وسایلو له لارې وتوانیږي، په وروسته پاتې هېوادونو باندې د نظامي او تجهیزاتي یرغل په صورت کې له شدید عکسلعمل سره مخامخ نشي او په راتلونکې کې د خپلو سرتېرو ژوند په خطر کې وا نه چوي.
همدرانګه دخپلو شومو اهدافو لپاره یې په اسلامي نړۍ کې یو شمېر خپل پلوه ګوډاګیان د قدرت پر ګدۍ کینول، اسلامي نړۍ او امت یې په وړو وړو هېوادونو او امارتونو باندې و ویشل او پدې ډول د استعمار شوم اهداف یې تر لاسه کړل.
همدغه امپریالیستي قدرتونو د نوې استعمار په واسطه اسلامي نړۍ ولسونه له هر ډول مادي ګټو څخه محروم کړل، کله د نظامي یرغل په شکل او کله د بشري مرستو تر سیوري لاندې چې د استعمار او استثمار نوي اشکال دي، خپلو مقاصدو ته د رسیدو په هڅه کې دي، چې تر نن ورځې پورې دغه لړۍ روانه ده او روانه به وي، ترڅو چې د اسلامي نړۍ هېوادونه سره د پان اسلامیزم مفکورې تر چتر لاندې سره راټول او متحد نه شي او د اسلامي نړۍ د وحدت رسۍ په خپلو لاسونو کې وانخلي.
وروستي