د نارنج خوړل مو له دې ناروغیو سره مخ کوي

ټولو خوراکي توکي د ګټو تر څنګ زیانونه هم لري، چې ځینې وختونه موږ هم د هغو خوړو په زیان نه پوهېږو چې موږ ته رسېږي. نارنج هم داسې یوه ترکاري ده، چې خوړل یې انسانانو ته ډېرې ګټې لري، د دې ګټو تر څنګ زیانونه هم لري، چې زیان یې هم خطرناک دی. 

نارنچ په کومه کچه چې په خوړو کې کارول کېږي، د لویانو او کوچنیانو له پاره کوم زیان نه لری. د نارنج غوړي هم چې د درملو په حیث کارول کېږي؛ کوم زیان نه لري. 
که نارنج په زیاته اندازه د وزن د کموالو له پاره وکارول شی، دا ډول کارول یې بیا د انسان له پاره زیان لري، خصوصاْ هغه وخت د نارنج زیان بېخي ډېریږي، کله چې له کافیئن لرونکو موادو او یا هم کافیئن لرونکو ترکاریو سره وخوړل شي زیان یې بېخي دېریږي. د نارنج زیات او یا له کافیئنو سره کارول د دې لامل کېږي، چې د وینې فشار لوړ کړي او یا هم د قلبي حملې لامل شي. یا هم کېدای شي، چې د سکتې لامل شي او نورې منفي اغېزې هم د انسان له پاره لري. د دې تر څوځینو دا نظریه هم وړاندې کړې، چې نارنج د میګرن او خوشه یي سردردۍ لامل هم کېږي. 

کېدای شي ځینې کسان د نارنج په خوړلو سره له لمر سره حساسیت وکړي، نو هغه څوک چې نارنج یې خوړلی وي، لمر ته د ګرځېدو په وخت کې باید د لمر ضد کریم و کاروي. 
د نارنج خوړل په خلکو کې د د وزن د کمولو د درملو او یا هم د اشتها د زیاتولو له پاره خوړل کېږي او د دې څېزونو د درملنې له پاره تر ډېره کارول کېږي. ډاکټران بیا په دې اړه اخطار ورکوي، چې کېدای شی، دا د وینې فشار او د زړه ضربه لوړه کړي. هر هغه څه چې د وزن د کموالي له پاره خورئ، مخکې له خوړلو څخه یې له ډاکټر سره مشوره وکړئ. 
سره له دې نارنج نور زیانونه هم لري. 

د شودو ورکولو او امیدوارۍ په وخت کې هغه ښځې چې امیدواره دي او یا هم خپل ماشوم ته شودې ورکوي، هغوی که په کمه کچه نارنج له خوړو سره وخوري، ضرر نه لری، خو که یې د درملو په حیث به زیاده اندازه وکاروي په دې وخت کې یې خوړل د انسان له باره زیان لری. زیانونه یې تر اوسه څېړونکو نه دي مشخص کړي، خو دومره ویلای شوو چې د دواړو خوړل د امیدوارۍ او یا شودو ورکولو په وخت کې زیان لري. 

د وینې د فشار د لوړوالي لامل کېږي: 
هغه کسان چې په زیاته اندازه نارنج خوری، خصوصاْ له کافیئن لرونکو موادو سره د دې لامل کېږي، چې په روغو کسانو کې د وینې فشار لوړ کړي. د هغو کسانو د وینې فشار چې لوړ دی، نارنج دې نه خوري، خصوصاْ له کافیئن لرونکو موادو سره د وینې د فشار د لوړوالي لامل کېږي.