زموږ د ستونزو لامل ډېر وخت دا وی، چې یو بل نه شو زغملای؛ یو د بل خبره نه شو زغملای، یو د بل فکر او نظر نه شو زغملای. دا چې موږ یو بل ولې نه شو زغملای لاملونه یې څه دي او یو د بل نه زغملو ستونزې موږ په ژوند کې له کومو ستونزو سره مخ کړي یو په دې مقاله کې به په دې موضوع معلومات وړاندې شي.
هر انسان ته الله پاک جلا فکر او جلا نظریه ورکړې ده؛ د نړۍ ټول انسانان هېڅکله په یوه فکر او نظریه نه شی کېدای. هر چاته خپله خبره او خپل فکر محترم دی او ښه ورته ښکاری، خو د دې تر څنګ باید د نورو خبرو او فکر ته هم درناوی ولرو. زموږ دټولنې ډېری وګړي بیا دا مرض لري، چې یوازې خپل فکر او نظر ورته محترم دی او د نورو فکر ته درناوی نه لري؛ چې همدا فکر د لویو ستونزو لامل ګرځېدلای دی. کله چې یو کس یوه خبره وکړي، بل یې په مقابل کې شروع وکړي، چې ستا خبره غلطه ده او یا به یې د خبرې خلاف نورې خبرې پیل کړي، چې د دې اختلاف له امله یې تر منځ خبره تاوتریخوالي ته ورسېږي. که یو کس ستا په نظر څومره بده خبره هم کوله تاسې له هغه سره کار مه لرئ، که یې کار غلط وه لارښوونه ورته کولای شې، خو د دې حق نه لرې، چې فکر ته یې سپکاوی وکړې او نه دا کار کولای شې، چې په جبر سره په یو چا خپل فکر و منې. که د یو چا د ښې خبرې او فکر زغملای شې تر څنګ یې دا هم زده کړئ، چې غلطو او ناسمو خبرو د اوریدو زغم یې هم ولرئ؛ ځکه کېدای شي، هغه خبرې چې ستا په نظر ناسمې دي او هغه فکر چې ته یې غلط ګڼې هغه ته محترم وي او ښه ورته ښکاري، چې په نه زغملو او یا مخالفت کولو سره یې کېدای شي، په لویه ستونزه کې ښکېل شئ.
زموږ ډېری ستونزې همدا دي، چې موږ د نورو خبرې نه شو زغملای او تل هڅه کوو، چې ټول له ځان سره همفکره کړو. دا امکان نه لري، چې ټول خلک دې ستا په نظر وي. هر انسان ځان ته جلا فکر او مفکوره لري او هر سړی په دې لټه کې دی، چې نور هم د ده په فکر شي، چې دا یوه ناکامه هڅه ده او د دې تر څنګ کېدای شي، چې تر منخ د لویو ستونزو لامل هم شي. نو دا ناکامې هڅې مه کوئ او ستونزې ما جوړوئ. غوره دا ده، چې یو د بل خبرې او فکر و زغمئ او د ستونزو او جنجالونو مخنیوی وکړئ.
وروستي