د قران کریم په اړه د لسو  نړیوالو فیلسوفانو  آندونه   

۱ ـ ګویته  چې  د المان نامتو لیکوال دی  وایي: کلونه کیدل چې کشیشانو د  حقیقي خدای په لټه  کې وو  کله چې یې د الله ج  د لویې  معجزې  ( قرانکریم ) سره اشنا شول نو هغه حقایق چې یې د حقیقي الله په اړه وموندل  د خلکو  څخه یې پټ کړل  خو مونږ کله چې د علم  و ادب په ډګر کې څومره مخکې تللو نو   ورو  ورو مو  د تعصب  پرده څیرې کړه   او د قرانکریم  عجیبه و د حکمت نه ډکو حقایقو  سره اشنا شو هغه نوي  مساییل او اختراعاتو په اړه چې په دی کتاب کې کومې خبرې راغلي  دي  مونږ یې  ګوته په غاښ کړو  او زه په دې  ډاډه یم چې یوه ورځ به دغه بې مثاله کتاب د نړۍ د ټولو نویو پرمختګونو اصلي محور وي.
 
۲ ـ  البرت انشتین دغه کتاب یوازې د الجبر و هندسی کتاب نه دی بلکې د هغه قوانینو ټولګه ورته ویلای شو چې  بشریت  داسې سمو او ښو لارو ته هڅوي کوم چې د نړۍ   ستر  فیلسوفان یې د پېژندنې او معرفت  څخه عاجزه  دي.

 ۳ ـ ویل دورانټ  چې یو الماني مستشرق  دی  په دی اړه  زیاتوی چې  په قرآن کې قانون او اخلاق یو دي یعنې که څوک په قانوني لاره لاړ نو اخلاقي معیار یې هم په پام کې نیولی  او که چا اخلاقي کړنه وکړه نو  قانونی کار یې هم ترسره کړی د قران زیادتره برخه د دنیوی کارونو د منظمې بڼې  ترسره کولو له پاره ده چې د وحی په مرسته  د الله له لورې  نازل شوي  په دی کتاب کې د ژوند ساده عقاید او لارې  په ساده بڼه توضیح شوي چې  د نارواوو  عقایدو  رسومو و بدې  لارې ته د رابللو   او لارښوونو څخه  ازاد دی او  دغه برخه په  کې په نشت حساب ده او د یادونې وړ یې بولم  چې د ټولو  موضوعاتو  توضیح  او راسپړنه کې یې  هیڅ ډول ابهام نشته.

۴ ـ ارتوی آربري  چې د  قرآن کریم د انګلیسي ژباړونکو له ډلې څخه شمېرل کېږي خپل نظر داسې څرګندوي:
 کله چې د قران کریم د ژباړې بشپړېدلو  ته نږدې کېدلم سخت مایوسه ووم خو قران ماته داسې هوسایي او سکون راکوه چې زه به  یې هیڅکلاً هیر نه کړم  که څه هم زه مسلمان نه یم خو قران  مې ولوسته تر څو یې  په محتویاتو وپوهېږم  د هغه  تلاوت ته مې غوږ ونیوه  تر څو یې د الفاظو د موسیقیت څخه خوند واخلم خو د هغه الفاظو څخه ما دومره خوند واخیست چې زه اوس په دی سوچ کې  یم چې زه خو یو  غیر مسلم یم خو ددې کتاب لوستل  څومره ډېر خوند راکړ نو  حقیقي مسلم به   ترینه  څومره لذت وړي ؟ او یا هغه خوند چې ددې  کتاب په لوستلو کې شته آیا د نورو کتابونو په لوستلو یې محسوس کړی که نه؟ دې پوښتنی ته خو زما خپل ځواب منفی دی زه د ژباړې وخت کې دومره ددې کتاب د الفاظو د تاثیر لاندې راغلی ووم چې خلاص وو خپله عقیده مې پریښې وای .

۵ ـ لیون تولیستوی  د روسیې نامتو لیکوال وایي: که  هر څوک غواړي په ساده او عام فهمه بڼه  د اسلام په اړه معلومات ترلاسه کړي نو قرآن دې مطالعه کړي په  دی کتاب کې   قوانین حقونه او  حقیقي زده کړه په عام فهمه ژبه وړاندې شوې  زه داسې فکر کوم چې د قران کریم آیتونه  په خپله د اسلام د  اعلا والي و لوړ مقام د پېژندنې  له پاره بسنه کوي .

۶ ـ ډاکتر هانري کربن چې د فرانسې  نامتو اسلام پېژندونکی دی  په قرآن کې د یوې په زړه پورې مسلې په اړه داسې اشاره کوي: 
که چېرې د ځینو په وینا قران د خرافاتو ټولګه وای  نو خرافات هیڅکلاً  بشریت  علمي او سمې لارې  ته نه هڅوي حال دا چې په دی کتاب کې زما د شمیرنې له مخې  نږدې  ۹۵۰ وارې   یوازې د علم، عقل او فکر کلمه ذکر شوې او په اړه یې ژور بحثونه راغلي دي .  محمد ص هغه پوهه چې ددې کتاب څخه ترلاسه کړې  هیڅوک یې له بل ځای څخه نه شي ترلاسه کولای. 

۷ ـ ارنست یو بل فرانسوی لیکوال دی چې خپل نظر داسې  څرګندوي:
زه په خپل کتابتون کې  سلګونو جلده سیاسي، فرهنګي، ادبي، ساینسي، هنري او داسې نور کتابونه لرم چې هر یو  مې یوازې  یو وار لوستلي  او کله چې کوم کتاب دوه ځلې ولولم نو زړه مې تنګوي خو  هغه کتاب چې  زه یې بار بار لوستلو  ته لېواله کېږم او ماته د علم،  معاني او داسې نورو هر اړخیزو علومو د پېژندنې له پاره ډېر  ورونه خلاصوي  هغه د مسلمانانو د عقېدې کتاب قران کریم دی او زه یې زیادتره په هغه وخت کې لولم چې د نورو کتابونو د مطالعې څخه ستړی شم ځکه لوستل یې ارامښت راکوي.

۸ ـ ناپلیون په دې اړه زیاتوي :
زه هیله مند یم چې یوه ورځ وکولای شم  د  نړۍ د ټولو پوهانو تر منځ د قران د ارشاداتو او لارښوونو په رڼا کې د  یووالي  یوه  کړۍ رامنځته کړم د قران د لارښوونو د عملي کېدلو پرته د بشر سوکالي ناممکنه ده.

۹ ـ مهاتما ګاندي  چې د هند یو  فقیر رهبر  وو داسې وایی چې د قران د مطالعی په مرسته هر  څوک چې د هرې عقیدې خاوند وي    په اسانۍ سره کولای شي  د  علم، دین عقایدو رسومو او داسې نورو مسایلو په اړه معلومات لاسته راوړي  دا کتاب د بشریت له پاره دی او هیڅوک اړ نه دي ددې کتاب لوستلو له پاره خپله عقیده وګرځوي ځکه خپله قران کې ویل شوي چې  د دین په منلو  و نه منلو کې  زور او  جبر نشته.

۱۰ ـ ژان ژاک روسو چې  د فرانسې  نامتو پوه او روانشناس دی، وایی:   ځیني  وګړو کله چې په عربي ژبه لږ برلاسه شوي نو قران یې صرف لوستلی خو  د هغه محتویات یې نه دي درک کړي که چېرې څوک قران په ژوره بڼه مطالعه کړي نو  سم د واره به په سجده شي او وایي  ای محمده زمونږ  لاسنیوی وکړه او مونږ  هم دغه سترې اسلامي لارې ته مشرف کړه مونږ ستا له پاره هرې قربانۍ ته  چمتو یو ...