علامه دوکتور يوسف القرضاوي
ليکوال: زاهد جلالي
د اسلامي ويښتابه وتلي عالم علامه دوکتور يوسف القرضاوي په کال ١٩٢٦ز د سبتمبر په نهمه په مصر کې وزيږيد، دي لا لس کلن و چې قران کريم يې حفظ کړ او د قرآن تجويد يې زده کړ.
ابتدائي او ثانوي زده کړي يې په ازهر شريف کې ترسره کړي او له دينه وروسته د لوړو زده کړو په موخه د ازهر د اصول الدين په پوهنځي کې داخله اخستي چې په کال ١٩٦٣ز کې د اصول الدين له پوهنځي څخه په يوسل او اتيا کسانو کې په لمړي درجه بريالى شو.
په کال ١٩٥٨ز کې يې له معهد الدراسات العربية العالية څخه د په ادب کې خپل دپلوم ترلاسه کړى.
په کال ١٩٦٠ز کې يې د اصول الدين د پوهنځۍ د علوم القرآن په څانګه خپله کې ماستري اخستې.
او په کال ١٩٧٣ز کې يې له نوموړې پوهنځى څخه خپله دکتورا ترلاسه کړې او خپله رساله يې د زکات په اړه ليکلې چې نوم يې "الزكاة وأثرها في حل المشاكل الاجتماعية" دي.
يوسف قرضاوي دوه کلن و چې پلار مرحوم يې له دي فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې او تربيه يې کاکا ته پاتې شوه، ښاغلى قرضاوي له ځوانې څخه نيولي تر اوسه د اسلام په لاره کې مبارزه کړي او تل د حق لوري ته دريدلى ، همدا وه چې قرضاوي صاحب په ځوانۍ کي له اخوان المسلمين سره اړيکي نيولي وي او له شهيد استاد حسن البنا سره يې پيژندګلوي شوي وه او د اخوان المسلمين سره د اړيکو په تور څو څو واري زندان ته بوول شوي چې له هغې څخه لمړي په کال ١٩٤٩ز کې د فاروق په پاچاهي کې زندان ته بوول شوى لدينه وروسته په کال ١٩٥٤ز کې بندې شوي، بيا په همدغه کال کې زنداني شوي چې شل مياشتې يې د زندان په تورو تيارو کې تيري کړي او په کال ١٩٦٣ز کې هم زنداني شوي دي.
علامه قرضاوي په کال ١٩٦١ز کې قطر ته ولاړ او هلته د المعهد الديني الثانوي مدير پاتې شوي، هلته يې د قطر تابعيت هم ترلاسه کړي او په کال ١٩٧٧ز کې د قطر په پوهنتون کې د اسلامي شريعت پوهنځى تاسيس کړ او د دي پوهنځي د رئيس په توګه وټاکل شو چې تر ١٩٩٠ز پوري يې د نوموړي پوهنڅى رئيس پاتي شوى، همدارنګه د قطر په پوهنتون کې د سنت او نبوي سيرت د څيړنيز مرکز مدير ټاکل شوي چې دا وظيفه يې تر ننه ادامه لري.
ښاغلي قرضاوي خپل ټول ژوند د خداي جل جلاله په لاره کې په دعوت او جهاد تير کړي او له بل هيڅ ډول خدمت څخه يې ځان ندي ساتلي، په معاصرو علماو کې به داسي ډير لږ وي چې د علامه قرضاوي په څير يې اسلام ته خدمت کړي وي او اسلام ته يې هراړخيز کار کړي وي، مثلا قرضاوي صاحب په لاندينيو برخو کې ديادونې وړ خدمت کړي:
په علمي برخه کې (ليکنې)
د اسلامي دعوت په برخه کې د فقهي او فتوى په برخه کې د سيمينارو په برخه کې
د ليکچرو په برخه کې د موسساتو د غړيتوب په برخه کې د اسلامي اقتصاد په برخه کې د ټولنيز کار په برخه کې د اسلامي ويښتابه د پرمخ بوولو په برخه کې او په تنظيمي او جهادي برخه کې که د قرضاوي صاحب له پورتنيو صفاتو څخه يو راواخلو، د هغه شخصيت به په ښه توګه پکې ښکاره شي، مثلا که يواځي علمي او د تاليف برخه يې ترڅيړنې لاندي ونيسو. علامه قرضاوي يو ديني عالم دي خو ددي ترڅنګ يو ښه ليکوال هم دي چې ډيري دده په څير قلم نلري. د دکتور قرضاوي په ليکنو کې ځني ځانګرتياوي ليدلي شو:
-ښاغلي قرضاوي صاحب چې کله ليکنه کوي، له قران او حديث څخه نه وځي او ددي ترڅنګ دنيا هم نه هيروي او دنياوي مصالح هم پکې رانيسي.
-د قرضاوي صاحب په ليکنو کې ډير دقت، فکريت او اصلاحيت ليدل کيږي چې د ننني عصر له شديدو غوښتنو څخه دى.
-د دکتور يوسف قرضاوي په ليکنو کې هيڅ ډول تعصب نه ليدل کيږي او په فکري جانب کې شاملي ليکنې لري.
-علامه قرضاوي په خپلو ليکنو کې له اعتدال څخه چې اسلام پري ولاړ دي کار اخستي او له هرډول افراط او تفريط څخه يې پکي ځان ژغورلي. د دي دليل دا دي چې د امت مجلي مسول مدير د قرضاوي صاحب د کتاب په اړه چې "الصحوة الإسلامية بين الجمود والتطرف" نوميږي وايې: د ده په څير ډير لږ کسان پيدا کيږي، دى د دين او د دنيا موضوعاتو ته يو ډول ربط ورکوي.
-يوسف قرضاوي نه يواځي دا چې ديني ليکوال دي مګر يو اديب هم دي.
-د ښاغلي قرضاوي په ليکنو کي ډيره مهمه موضوع د اخلاص ده چې د نوموړي په ليکنو کې واضحا ښکاره کيږي.
دکتور يوسف القرضاوي له ١٢٠ څخه ډير کتابونه ليکلي، د دي ترڅنګ ډيري ديني فتواوي هم ورکړي او کسټي آو سيډياني هم لري، چې مشهور کتابونه يې دا دي:
-الحلال والحرام في الإسلام
-فقه الزکات
-فقه الجهاد
-اثر اﻻيمان في حياة الفرد
-اخوان المسلمون سبعون عاما في الدعوة والتربية والجهاد
-فوائد البنوک هي الربا الحرام
د دي ترڅنګ ښاغلي قرضاوي ډيري جايزي هم ترلاسه کړي چې له هغو څخه:
له کال ١٩٩٠ز کې د په اسلامي اقتصاد کې د البنک الاسلامي للتنمية له لوري جايزه ترلاسه کړي.
په کال ١٩٩٣ز کې د ملک فيصل نړيواله جايزه ترلاسه کړي.
په کال ١٩٩٦ز کې د نړيوال اسلامي پوهنتون ماليزيا د رئيس له لوري يې د جائزة العطا العلمي المتميز په نامه جائزه ترلاسه کړي.
له کال ١٩٩٧ز کې يې د جائزۀ سلطان حسن البلقية په فقه الاسلامي کې ترلاسه کړي.
په کال ١٩٩٩ز کې د جائزة سلطان العويس جايزه د کلتوري علمي خدمت لپاره ترلاسه کړي.
په کال ١٤٢١ه کې د جائزة دبي للقران الکريم ترلاسه کړي.
په کال ٢٠٠٨ز کې د قطر د دولت له لوري او په ځانګړي ډول د قطر د امير له لوري د اسلامي زده کړو تقديري جايزه ترلاسه کړي.
له کال ٢٠٠٩ز کې په ماليزيا کې د نبوي هجرت جائزه ترلاسه کړي.
د دې ترڅنګ ښاغلي دکتور قرضاوي له شعر سره هم ډيره مينه لري، خپله هم شعر وايې خو دده شعرونه ډيري د اقصى ، فضايل او اخلاقو په اړه وي، چې مشهوره قصيده يې دا ده:
أنا عائد.. أنا عائد، أقسمت أني عائد..
والحق يشهد لي ونعم الشاهد ومعي القذيفة والكتاب الخالد..
ويقودني الإيمان نعم القائد
يا ثالث الحرمين يا أرض الفدا..
آليت أجعل منك مقبرة العدى ذقت الردى إن لم أعد لك سيدًا..
طعم الردى دون الحياة مشردًا
د ښاغلي قرضاوي بل مشهور شعر دا دي:
تالله ما الدعوات يهزمها الردى
يوما وفي التاريخ بر يميني
ضع في يدي القيد، ألهب أضلعي
بالسيط ضع عنقي علي السكين
لن تستطيع حصار فكري ساعة
أو نزع إيماني ونور يقيني
فالنور في قلبي وقلبي في يدي ربي
وربي ناصري ومعيني
سأعيش معتصما بحبل عقيدتي
وأموت مبتسما ليحيا ديني
قرضاوي
دوکتور قرضاوي صاحب هيڅ کله هم حق ندي پټ کړي، هرڅه چې ورته حق ښکاره شوي هماغه فتوي يې ورکړي، د دي فتواوو له جملي څخه په اسرائيل کې د استشهادي عملياتو د جواز فتوى چې د دي لپاره انګلستان ته تلو ته پرينښودل شو او د انګلستان حکومت پري خپله ويزه بنده کړه.
د ښاغلي قرضاوي له حقپالو فت واو او مواقفو څخه يو هم د قطر پر حکومت چې خپله قرضاوي صاحب پکي اوسي هم انتقاد و، کله چې د قطر حکومت د بولاندز بوستن اخبار چې د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم کاريکاتورونه يې وستي و د هغوي ژورناليست ته د ژورناليزم د آزادي په ورځ قطر ته د ننوتلو اجازه ورکړه، قرضاوي صاحب وويل چې د قطر حکومت بايد ده ته اجازه ورنکړي، چې بيا قطر وويل چې موږ پوه نه و چې دي د بولاندز بوستن اخبار سره کار کوي.
کله چې د قطر دولت په کال ٢٠٠١ز کې د ياسر عرفات او د اسرائيلي لمړي وزير شارون ترمنځ په قطر کې د مذاکراتو اجازه ورکړه، قرضاوي صاحب بيا هم غلي نشو، د قطر په دولت يې نيوکه وکړه او ويې ويل: چاچې بيريز ته لاس ورکړ اووه ځلي دي لاس ووينځي چې يوځل دي په خاورو وي او چا چې قصاب شارون ته لاس ورکړ اويا ځلي دي لاس ووينځي.
کله چې آوازه وه چې محمود عباس له اسرائيلي ځواکونو سره يوځاي په عزه کې د مسلمانانو په مقابل کې جګړه کوي، قرضاوي وويل: که رښتيا هم داسي وي، محمود عباس بايد رجم شي، کله چې دا خبره محمود عباس واوريده هغه بيا قرضاوي پسي منفي تبليغات پيل کړل چې دي اسرائيلو سره لار لري او داسي نوري دروغ او بي بنياده خبري.
ښاغلي يوسف قرضاوي داسي ډيري حقپالي فتواوي او حقپال مواقف لري.
يوسف قرضاوي ډير بوډا دي خو لکه څرنګه چې په ځوانۍ کې د اسلام دخدمت لپاره راوتي اوس هم ندي مايوس شوي او د ډير ضعف سره سره د اسلام خدمت ته يې نه نده ويلي او لانديني وظيفي يې سرته رسولي:
-د مسلمانو علماو د نړيوالي اتحاديې رئيس.
-د اروپا د المجلس الاروبي للافتاء و البحوث.
-په مصر کې د مجمع البحوث الاسلاميه غړي.
-د اسلام اونلاين انترنتي شبکي پخواني رئيس.
-په مکه مکرمه کي د رابطه العالم الاسلامي د مجمع الفقه الاسلامي غړي.
-د قطر او بحرين د اسلامي بنکونو ترمنځ د شرعي رقابت چې په بحرين کې ترسره شو رئيس.
-په افريقا کې د منظمه الدعوه الاسلاميه غړي.
-په کويټ کې د الهيئة الشرعية العالمية للزکاة.
-په اکسفورډ کې د مرکز الدراسات الاسلامية مشرانو غړي.
الله جل جلاله دې دکتور قرضاوي ته اوږد ژوند ورکړي چې د اسلام او اسلامي امت په خدمت کې پاتي وي او الله جل جلاله دي په خپل اسلامي موقف کلک لري.
آمين
وروستي