مسعود اندرابي: مجرمین ونیسئ او هېڅ رحم پرې مه کوی

روهي(یوه نۍ/۲۰ د تلې)، د کورنیو چارو وزارت نوماند زیر مسعود اندرابي له پنځمې امنیتي حوزې د لیدنې پرمهال امنیتي ځواکونو ته ویلي، هغه مجرمین او غله چې د پولیسو پر وړاندې له مقاومت کار اخلي تر پېژندنې وروسته په نښه کړي.
 
اندرابي دغه راز د یادې حوزې منسوبینو ته یې هدایت ورکړی چې په غلو او مجرمینو دې رحم نه کوي.
 
پر داسې مهال چې د خلکو شکایتونـه زیات شول او هره ورځ کابل د څو جنایي او ورته نورو پیښو شاید وي خلکو د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د ګوښه کیدو غوښتنه  وکړه خو هغه ډول چې اړتیا ده د کابل ښار اوسیدونکي امن نه دي او پر ټولنیزو رسنیو یې په کور پاتې شئ چې له غلو روغ پاتې شئ هشتګ لرونکي کمپاین شروع کړی.