په پښتو ژبه کې د مانا له مخې د نوم ډولونه

نوم د خپلواکو مورفیمونو له ډلې څخه هغه خپلواک مورفیم دی؛ چې پرته د زمان او مکان له قیده د یو څیز په ښودلو دلالت کوي. لکه: افغانستان، کابل،کور، ژوند او ...
ګرامر لیکونکو نوم د مانا له مخې په شپږو ډلو ویشلی دی. 

۱: ځانګړی نوم proper noun: 
دا هغه نوم دی، چې ځانګړی شخص، پدیده، شی، جنس یا ځای را پېژني. لکه: افغانستان، میرویس نیکه. احمدشاه بابا مېنه، پوهاند عبدلحی حبیبی او ...

۲: عام نوم Common noun: 
دا هغه نومونه دي، چې ځانګړی شخص یا شی تر نه مرادیږي؛ بلکې هغه نوم دی، چې عام وي او په عام ډول یو څېز نوموی او بېلا بېل خیلونه او پدیدې لري. لکه: کتاب، قلم، وطن، سړی، ښځه او ...

۳: جنس نوم Mass noun : 
جنس نوم هغه نوم دی، چې د نه شمېریونکو څیزونو له پاره کارول کېږي. لکه: اوبه، غوړي، شېدې او ...

۴: د ډلې نوم یا د جمع نوم Collective noun: 
دا هغه نومونه دی، چې کلیمه یې د جوړښت له مخې مفرده یا بسیطه وي؛ خو په معنوي لحاظ یوه ډله یا ډلګۍ نومووي. لکه: لښکر، رمه، ټولګیو ولس او ...

۵: د مانا نوم Abstract: 
دا هغه  څیزونه نوموي چې په غیر مستقیم ډول محسوس شي؛ چې په سترګو نه لیدل کېږي. لکه: علم، عقل، پوهه، نا پوهه، مینه، نفرت، ښه، بد او ...

۶: ذات نوم Concret: 
هغه څیزونه نوموي، چې په پنځو حواسو حس شي. لکه: ونه، لرګی، سړی، شودې، غنم او ...

                                             اخځونه
محبوب، محبوب شاه. ( ۱۳۹۶). پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه