وینې پوزه (Epistaxis)   

وینه پوزه چې په طبي اصلاح کې epistaxis هم ورته وایې او یو یوناني لغات دي چې د پوزې د سوریو نه د وینې د بهیدو ما نا لري.

پوهیږی چې د پوزې نه وینه زیاتره د سپوږمو څخه را روانه وي خو کیدای شي په پوزه کې شاته لاړه شي او یا دپوزې د شاتنی برخې د رګونو وینه وي چې زیات وخت معدې ته ځي  د زړه بدوالي او قي سبب ګرځي.

کله کله د پوزې وینه د هغه سوري د لارې چې سترګې نه پوزې ته راخلاص دی او دنده یې پوزې ته د اوښکو اخراج دی وینه د پوزې نه سترګو ته ځي او په سترګو کې د لیدلو وړ وي.

په هغه کسانو کې چې په طیاره کې یې سفر کړی وي یا د لوړې ارتفاع نه په موټر کې د راکوزیدو له امله ورته نسبي کوڼوالی، د غوږدرد پیدا شوی وي  چې په کې کله نا کله د غوږ پرده هم شکیږي او وینه یې لمړی پزني بلعوم او څه ناڅه د پوزې دلارې راوځي همدارنګه د مخ د ځینو برخو د هډوکو د ماتیدو له امله هم ښایې وینه د پوزې دلارې رابهر شي خو د پوزې د وینې کیدو ډیری حالتونه یوازې په پوزه پورې اړوند وي.

د مثال په توګه په پوزه کې ګوتې وهل، ضربه لیدل ، د پوزې د مینځ هډوکي یا عضروف کوږوالی چې له هر علت څخه وي، د پوزې د مخاط التهابي ناروغۍ، دپوزې اړوند ځینې وینه ورکونکي دانې،  د پوزې مربوطه جوړښتونو چې د ساینسونو په نوم یادیږي د هغومکروبي کیدل، د ځينو موادو سره حساسیتونه، د وچې او ګرمې هوا له امله دپوزې د ننې خوا وچوالی ، په پوزه کې د خارجي اجسامو مو جودیت او دپوزې ځینې کنسري  ناروغۍ له پوزې د وینې د بهیدو لامل کیدای شي.

ځینې نورې ناروغۍ لکه د وینې د رګونو ناروغۍ دینې خرابوالی  د وینې لوړ فشار او نور حالتونه لکه دالکولو څښاک ، د علاج لپاره د بعضو دواګانو دوامدار استعمال او په غذاکې د ځینو کیمیاوي موادو شتون یې نور سببونه دي.

د پوزې عملیاتي پروسیجرونه هم دوینې پوزې سبب کیدای شي.
د عمر له نظره په نا بالغو ماشومانو کې چې عمرونه یې د لسو کالونو نه کم وي او هغو بو ډاګانو کې چې تر پنځوسو کالونو زیات عمر ولري زیاته واقع کیږي.

په هر صورت د نړی د نفوس شپیته سلنه خلکو دوینه پوزې  تجربه کړی ده او یوازې لس سلنه یې خطر ناک او پیچلي حالات کیدای شي.

په یوه پلټنه کې چې په ۱۹۹۹ زیږدیز کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې ترسره شوی ده په ۲.۴ میلیونه کسانو کې څلور کسه یې د پوزې څخه د اني وینې بهیدنې له امله مړه شوي دي خو په بار بار د پوزې د وینې راتګ له امله چې لاملونه یې مخکې یاد شول د ناروغانو د مړینې کچه لوړه او ځورونکي ده.

د پوزې د وینې کیدو د مخنیوي لپاره د پوزې غوړول او په نسبي ډول مرطوب محیط کې ویده کیدل  ګټور تمامیدای شي.

د جوړښت له نظره د پوزې ددوو سوریو ترمینځ پرده کې  مخکې خواته نږدې د وینې د رګونو یوه شبکه شته چې په اسانۍ سره وینې کیږي او همدا ځای د پوزې د وینې کیدو معمول ځای دی.

هو
که پوزه مو وینې شوه یا ستاسو د وینې پوزې د ناروغ پیواز یاست نو مخکې له دې چې د غوږ  ، پوزې او ستوني د ناروغیو کلینک ته مراجعه وکړی لومړی ناروغ په یوه چوکی او که چوکی نه وي په یوه لوړ ځای باندې داسې  چې ملا یی مخکې خواته کړوپه او سر یې ټیټ وي کینوئ د خپل لاس د شهادت  او غټې ګوتې په واسطه د پوزې مخکینی پسته برخه ونیسئ او دې کار ته د پنځو نه ترشلو دقیقو پورې دوام ورکړئ.

مخ او پوزې ته دیخو اوبو اچول هم ګټه کوي.
په دومره وخت کې ستاسو یا ستاسو د ناروغ وینه ښایې ودریږي خو که وینه ونه دریده زر تر زره روغتون ته مراجعه وکړی تر څو اړوند ډاکټر دنورو طبي مشخصو طرزالعملونو یا کړنلارو  څخه په ګټه اخیستنې سره ستاسو د پوزې وینه ودروي او دناروغۍ په تشخیص او تداوی کې درسره مرسته وکړي.