
د محترم قضایي هیأت په اجازه،
مدعي علیه چې زه په حضور ستاسې کې په وړاندې دهغه اقامه د دعوا کوم زین الله زوی د عمرګل د ولایت ننګرهار، ولسوالي رودات، قریه کان کې په کال سیزده سه هجري شمسي کې تولد موندلی دی. که و غواړو چې په دوو ټکو کې د هغه د شخصیت جاج واخلو نو بې ځایه به نه وي که بې زړه یاغي یې و بولو. کله چې د نوي ازاد شوي افغانستان د حکومت الوتکو د شینوارو د بغاوت د ځپلو له پاره بمونه غورځول دی د خپل کور د کوټې په یوه کونج کې ولاړ و، ژړل یې او څوک نه وو چې غږ یې واوري. بیا چې کله په ښه بده پوه شو، سبق یې وایه خو په خپل کلي کې یې داسې ملا نه و چې ده ورته کتاب غوړولی وای او په نورو کلیو کې بیا د وزیپې په ټولولو شرمېده (او کېدای شي چې په کوڅو کې به له سپیو هم ډارېده). یو څه وخت یې بودې او تنستې ته مخه کړه خو هغه خامتا چې ده اوبدلې وه، اوس به خاورې شوي وي خو د چا به په ښه نه وي راغلې.
د خدای کړه وو، د بنده ورته کاته وو، داسې وخت هم راغی چې د هډې په نجم المدارس کې ورته د شاملېدو زمینه برابره شوه. باید یو چا ضمانت کړی وای چې له مدرسې به نه تښتي. د کلي ملک، مخکې له دې چې ضمانت یې وکړي د احسان یو دروند پېټی ورته په اوږو کښېښود. اداري ځنډونه په افغانستان کې څه نوې خبره نه ده. هغه څه چې مدعی علیه یې د مدرسې وره ته درولی و هغه ژمنې وې چې حکومت ورسره کړې وې، یانې په میاشت کې دېرش افغانۍ مدد معاش، پر وخت عملي نه شوې او دی بیا وزیپو ته کېناست خو د کلي د ملک د خبرو له ډاره یې و نه کړای شول چې مدرسه پرېږدي.
په مدرسه کې هم د خدای ورکړي استعداد په برکت چلېده، نه یې ګردان کاوه او نه یې استاد ته چندان سم غوږ ایښوده. کله کله به ترې شعر ویل کېده او دی به بیا ورته خوابدی و چې ګونانګار به شي. یو استاد ورته فتوا ورکړه چې که په شعر کې ښې خبرې وکړي نو ډېره ګونا نه لري. ښې خبرې دا شوې چې د مدرسې په ټولو تشریفاتي مراسمو کې به یې پرې شعرونه جوړول. د ده یاغي فطرت فرمایشي شاعري نه منله خو دا جرأت یې هم نه کاوه چې انکار وکړي، خو په زړه کې به ځورېده.
له مدرسې څخه دویم نومره فارغ شو. بستره یې واخیسته چې په ترکستان کې په امامت پسې وګرزي. استاد ریښتین یې دا هیله نهیله کړه، خو په پښتو ټولنه کې یې ورته ځای ورکړ. په کابل کې د اوسېدو په هماغو لومړیو وختو کې یوه ورځ د پل خشتي جامع جومات ته ورغی. د خپلو شعرونو کتابچه یې د یو ریښتیني کلیوالي ذوق له غوښتنې سره سم په یو ښکلي دسمال کې پېچلې وه. کوم بدبخته پرې د پیسو ګومان کړی و او ترې و یې وهله.
مدعی علیه د پښتو ټولنې په هکله یو ډېر ښه تصور درلود. پښتو ټولنې سیرةالنبي چاپ کړی و او ده هیله درلوده چې همداسې یو د ثواب کار به وروسپارل شي خو په ۱۳۳۴ کال کې پښتو ټولنې د لنډیو په راټولولو کار کاوه. مدعي علیه به د وظیفوي مسوولیت په خاطر لنډۍ لیکلې خو د خپل ایمان پر خرابېدو به یې ورسره ژړل.
کال لا تېر نه و چې د مفتي په صفت خوست ته واستول شو. هلته یې پام شو چې قضا هغه مبارکه وظیفه نه وه چې عمر فاروق یادوله، او په دې پوه شو چې مخکې له دې چې د قضا پر مسند کښېني باید ډېر کورونه ړنګ کړي او پر ډېرو ستونو پښې کښېږدي. افتا یې په خپل ځای پرېښوده او بېرته پښتو ټولنې ته راغی. دلته یې خدای په کمه شو، د سعدالدین شپون، حسن کاکړ، حبیب الله تږي او محمد دین ژواک غوندې بې لارو ځوانانو سره یې لار پیدا کړه. د هغوی له برکته د ده پښه هم په صراط المستقیم کې وښویېدله، انګرېزي یې زده کړه، اردو یې زده کړه، له ساینس سره بلد شو، په هندي فلمونو معتاد شو او له نوو فلسفي فکرونو سره اشنا شو.
په همدغو کلونو کې زما او د مدعي علیه لومړی ملاقات واقع شو.
په پښتو ټولنه کې یې د نورو نارواوو تر څنګ «د بنګ مسافري» په نامه ناول هم چاپ ته چمتو کړ. وروسته بیا د ابو حنیفه مدرسې ته د استاد په حیث ور وپېژندل شو. هغه مهال ابو حنیفه په پغمان کې وه. زه به د څلورو یا پینځو کالو وم چې مدعي علیه زما پًر ټولنیزو روابطو لومړي ګوزارونه شرو کړل. له هماغه وخته مې دغه ناوړه خبرې په مغزو کې زرق شوې:
تشنه لب بر ساحل دریا ز غیرت جان دهم
ګر به موج افتد ګمان چین پېشاني مرا
*
بر پدر مرده ملاف ای جوان
ور نه سګي چون خوشي با استخوان
*
ته چې پیدا شوې تا ژړا خلکو خندا کړه
داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي
د کلیله او دمنه ژباړه هم د همدغو وختونو ده، چې ما پښتو متن لوستل د ده پر همدغې کتابچې زده کړل.
خو کاشکې چې یوازې په شفاهي تلقین یې بسنه کړې وای، د تذکرې پر مخ یې را ته د باچا خان دا وینا هم ولیکله چې «هغه خبره چې پر سټېج نه شې کولای، پټه یې هم مه کوه». یوازې زه نه، زما نور خویندې وروڼه یې هم په همدغه اجتماعي ضد روحیه و روزل خو دا بیا وروستۍ خبرې دي. له ابو حنیفه څخه د نوو باغیانه فکرونو د ترویج په تور جزایي د پکتیا ولایت زرمت ته تبعید شو. وروسته بېرته کابل ته راغی خو په دې شرط چې د معلمۍ نه به توبه وباسي. څه موده په کابل راډیو کې ژباړن و، بیا د پوهنې د وزارت د عرفان مجلې مرستیال مدیر شو. په کور کې به یې پاچا ته بد او رد ویل خو د کور د کړکیو د پیسو د ګټلو له پاره یې د پاچا په مدحه کې ذومعنین شعرونه هم جوړول چې زما او زما د وروڼو په نامه یې چاپول. کاکا واصف باختري ، که یادشان بخیر و جایشان درین محفل خالیست، به ورته ویل چې ته له نجیب سره ظلم کوې چې دا ډول شیان یې په نامه کوې او ده به ورته خندل.
د مدعي علیه استادان، ملګري، ټولګیوال او حتی شاګردان لوړو لوړو مرتبو ته ورسېدل خو دی په همدغو تخنیکي پوستونو کې محدود و، غرور یې دا اجازه نه ورکوله چې چا ته خوشامندې وکړي، حجب یې نه پرېښود چې په ټولنه کې تبارز وکړي او د خوارانو سره همدردۍ دې ته اړایسته چې غیر قانوني سیاسي فعالیتونه وکړي. زموږ په کور کې به تل دا وېره وه چې پلار مو بندي نه شي خو دا تمه مو هېڅکله نه ده درلودلې چې پلار به مو شتمن شي. که چېرې مدعي علیه پر داسې ورانو لارو نه وای تللی نو اوس به ما دلته څه غوښتل؟ خو د یو بل مشرقي وال د زوی په څېر به مې اوږدې څڼې پرې ایښې وې، چغې به مې وهلې چې «اوبه درته راوړم، سابه درته پاخم» او د کابل نجونو به مې په مینه سره ورکاوه.
مدعي علیه د خپل ماموریت د پای کلونه د اوقافو په ریاست، د سترې محکمې په عالي شورا، د کوچنیانو د محکمې په ریاست او د اسلامي څېړنو په ریاست کې تېر کړل. دی چې د استاد ریښتین په امضا د حکومت په چوکۍ ناست و، د خپل شاګرد، استاد برهان الدین رباني په امضا په ۱۳۷۱ کال کې د حکومت له چوکۍ پاڅول شو.
په لسګونو مقالې او شعرونه یې په اصلاح ورځپاڼه، زېري، کابل مجلې او عرفان مجلې کې خپاره شوي دي. د اسلامي فقهې د یو خورا مهم کتاب متن یې د «تنویر الابصار» په نامه په درې ټوکو کې پښتو کړ چې په کابل کې چاپ شو، د مولانا ازاد غبار خاطر هم په کابل کې د لومړي ځل له پاره چاپ شوی و. کلیله او دمنه او د یوې چینایي ډرامې پښتو ژباړه یې څه باندې څلوېښت کاله په کور کې پرته وه. یوه بله ژباړه یې چې «د مسلمانه پېغله» تر عنوان لاندې غالباً د موریس میترلینک یو اثر زما په یاد دی خو اوس یې درک نه لګي. د شعرونو ټولګه او د عشره مبشره ژوند لیک به یې په راتلونکو میاشتو کې ستاسې حضور ته وړاندې شي.
زه د حاضر قضایي هیأت په مخکې پر مدعي علیه د خدایي استعداد څخه د ناکافي ګټې اخیستلو ، د کابل د پل خشتي د کیسه بر د خواشیني کولو، د اعلیحضرت محمد ضاهر شاه سره د ادبي درغلۍ او زما د ټولنیز پرمختګ په لار کې د خنډ جوړولو جرمونه ثابت بولم او له قضایي هیأت څخه په درنښت هیله کوم چې د حاضر مجلس د تودو چکچکو په سخته جزا یې محکوم کړي تا زجر برای خودش و عبرت برای دیگران باشد.