طنز عربي کلیمه ده؛ چې پېښو کولو، مسخره کولو، طعنه ورکولو، او په رموزو کې د یو چا پوهولو او یا دهغه په باب خبرې کولو ته وایي. په انګلیسي کې یې مادله کلیمه ( satire) دی چې د لاتیني ژبې له (sataira) څخه اخیستل شوې ده.
کله چې څوک د طنز نوم اخلي، نو زموږ ذهن ته سمدواره خندا یا غندنه راځی؛ خو په حقیقت کې طنز د یو چا غندنه نه بلکې د سمون له پاره ریښتینوالۍ ته پاملرنه ده.
طنز هغه معنوي منظوم او منثور فورم دی؛ چې په بېلا بېلو ژانرونو کې ځان څرګندوي.
طنز هغه وینا ده، چې پر ټولنیزو مسایلو مخامخ لوری په حسی، خندونکو، او زړه وړونکو کلیمو اغېزمنوي. د ټولنې د اصلاح او سمون له پاره په خندنۍ ژبه کره کتنه کوي. د اغېزمنتیا له پاره خپله موخه په خندنۍ ژبه او تصویري بڼه خلکو ته رسوی. په طنز کې د دې مطلب د رسولو له پاره د کلیمو غوراوی او تر شاه یې د سیوري په شان مفهوم او مانا په خوږه ژبه رسول دي.
طنز یوه داسې ټولنیزه اوهنری ژبه ده، چې په ټولنه کې انتقادي تفکر په ښکلو الفاظو کې وړاندې کوی. طنز د رموزو او کنایې په مالګینه خندا کې نېشداره ګوزار او ظریفانه نیوکه ده؛ چې سړی یې وروسته په درد او راز پوهېږي. وچې او مستقیمې نیوکې طنز نه ګنل کېږي؛ بلکې یوازې انتقادي لیکنې دي. اوس زموږ په ټولنه کې همدو انتقادی لیکنو د طنز بڼه غوره کړې او انتقادي لیکنو ته طنز ویل کېږي، چې دا به د طنز له نوم او د طنز له موخې سره زما په اند بې انصافي وي.
یوه طنز پوه او طنز لیکوال محمد عمر ننګیارپه یوه مرکه کې د طنز په باب داسې ویلي دي: " طنز هغه ادبې هنر پنځونه ده، چې د خندا او ټوکې به جامه کې د نوش او نیش تومنه ولري؛ ټولنیز،فردي فسادونه او عیبونه خلکو ته د پوهاوي او خبریدا له پاره په ښکلي هنري انداز د خپلې اندازې څخه ستر وښایی او له عاطفې څخه ډک پیغام لوستونکو ته د منلو وړ وګرځوي. "
نیوکه او خندا د طنز له اساسي ارکانو څخه دي، چې پرته له دې څخه طنز نه شي را منځته کېدای. که چېرې په یوه لیکنه کې د نیوکه او د خندا عنصر شتون و نه لري؛ دا بیا طنز نه دی، بلکې دا هم په انتقادي ادبیاتو پورې اړه لري. د دې خلاف که چېرې په کومه لیکنه کې یوازې خندا او ظرافت کاریدلی وي او نیوکه په کې نه وي دا لیکنه بیا هم طنز نه دی. ځکه د طنز اصول د خندا عنصر، ظرافت او نیوکه ده؛ چې له دې اصولو څخه پرته لیکنې ته طنز نه شو ویلای.
شبانه پوپلزۍ
وروستي