ليکوال : اختر علي
ژباړن : محمدالله احساس
مراکيش د شمالي افريقا د مشهور هيواد مراکيش يو مهم تاريخي ښار دی. په تاريخ کي د *سعدي سلطنت* د مرکز په نامه ياديږي او په عامو خلکو کي د (سره ښار) په نامه شهرت لري.مراکيش د اوقيانوس بحيرې د ساحلونو پر څنډو د پرتي شمالي افريقا خورا ارزښتمنه سيمه ده.
مراکيش د افريقا د سترې وچې يوازينی هيواد دی،چي د افريقايې اتحاديې غړيتوب نلري. سيلانيت،کرکېله،کب نېونه،فاسفيت او د فاسفيت حاصلات د نوموړې هيواد په اقتصاد کي ډېر رول لوبوي.پاته دي نه وي چي د فاسفورس د حاصلاتو له مخې مراکيش تر چين او امريکا وروسته د نړۍ دريم ستر هيواد دی .
مراکيش ښار د داستانونو او کېسو ښار هم بلل کيږي،ځکه په نوموړې ښار کي تر اوسه پورې تېر ،پخواني او تاريخي روايات شته او اورېدل کيږي. د مراکيش زړه وړونکی چاپېريال،ښکلې تاريخي ودانۍ،کوڅې،سړکونه(واټونه) او په پخواني طرز جوړ شوي هوټلونه د خپلو سيالانيانو په سترګو کي د خپل تېر برم او پرتم انځورونه جوړوي. همدارنګه خپله د مراکيش بازار د مراکيش هېواد له ښکليو او سترو بازارونو څخه شمېرل کيږي .
مراکيش په ځانګړي ډول په لسمي پيړۍ کي د خوښۍ او تهذيب څپو په سر اخيستی و او له ځان يې د تمدن مرکز جوړ کړی و او خلکو به د ( سهيلې ملغلرې) په نامه ياداوه ؛خو دا هر څه يې اوس هم له لاسه نه دي وتي . دا مهال هم د نړۍ له ګوټ،ګوټ نه ورته سيلانيان د خپلو رخصتيو د تېرولو او استراحت کولو لپاره راځي؛ چکرونه او منظرې پکي کوي .
د مراکيش په ګڼو بازارونو په ځانګړې توګه د (جيماالفنا)ښارګوټي کي په پراخه کچه لوبغاړي، نندارې،پالګران،نڅاګران(رقاصان)،هنرمندان،قهوه فروشان او نکل اچوونکي تر سترګو کيږي .
د مراکيش ښار نفوس کابو لس لکو (۱۰۰۰۰۰۰) تنو ته رسېږي،چي تقريباً يوولس زره تنه پکي اروپايان دي،چې تر تقاعد اخيستو وروسته يې د پاته ژوند د پر مخ بېولو په موخه نوموړې ښار ته مخه کړې ده .
مراکيش د واورېنو غرونو په لمن کي پروت دی. ډېری سيلانيان د نوموړې ښار د ليدلو ترڅنګ د (اوريکا) او (درا) سيندونو له ليدلو سره هم علاقه او دلچسپي لري.
قوطوبيه مسجد،البدی محل،دارالمخزن،درسی سعد ميوزيم،د سعدي واکمنانو (سلاطينو) زيارتونه،د يوسف بن تأشفين محل،باب الکيبا او نور د مراکيش د ليدلو او يادولو وړ ځايونه دي .
د شمالي افريقا د نورو ښارونو په څېر مراکيش هم په دوو (نویې او زړې) برخو ويشل کيږي.
زوړ ښار د زړو چارديواليو په منځ کي پروت دی او ترڅنګ يې د نويو استوګنځيو سېمه ده. د هېواد نوی نړيوال هوايې ډګر (مېناره نړيوال هوايې ډګر) هم په نوموړې ښار کي پروت دی. مراکيش ښار د اورګاډي د فعالې پټلۍ په وسېله له کازبلانکا او د هېواد له نورو ښارونو سره نښلول (وصل) شوی دی.
د مراکيش ښار ډېری اوسيدونکي مسلمانان دي،خو ورسره په څنګ نورې مذهبي او نژادي پرګني هم ميشتي دي. رسمي ژبه يې عربي ده،خو وګړي يې په هسپانوي او انګريزي ژبو هم خبري کوي.شين چای او قهوه پکي ډېره څښل کيږي.کوکس د مراکيش مشهور خواړه دي، چي د غوښې او نورو غذايې موادو له يو ځای کېدو څخه لاس ته را ځي .
پای
وروستي