اسلامي تمدن     (لومړۍ برخه)

 یادونه: د روهي ويب پاڼي درنو مينه والو د اسلامي تمدن د علمي او تاريخي لړۍ هره برخه له دې نه پس انشاء الله په پرلپسې ډول د  روهي ويب پاڼي له لارې لوستی شئ.په درنښت / ژباړن .
اخميم
ليکوال :اخترعلي
ژباړن :محمدالله احساس
مصر د نړۍ د هغو لرغونيو هېوادونو څخه يو دى چي د ګڼو قومونو،کلتورونو او تمدنونو څخه په بشپړ ډول مالامال دى. د نړۍ مشهور او تر ټولو اوږد ه سمندر (د نيل سمندر) سره په څنګ کي پرته ده. د نيل سمندر د تېږو د توږلو له  دوري راهيسې د مختلفو تمدنونو او تهذيبونو ځانګو پاته شوې.
هغه مهال چي څوک د نيل په غاړه ګرځي او په سفر لګيا وي نو د زياتو ښارونو، کليو او ت آثار مخي ته ورځي.له همدغو ښارونو ځنې يو مشهور ښار اخميم دى چي د نيل سمندر ختيځ اړخ ته پروت دى. اخميم ښار د مصرپه  سوهاج ولايت کي د شمالي عرض البلد په ٢٦ درجو او د ختيځ طول البلد په ٣١ درجو پروت دى.اخميم د ولايت له مرکز نه شمال ختيځ لور ته په څلور مېله(mile) واټن کي موقعيت لري.
نوميالي تاريخپوه هيروډوټس هم په خپل کتاب کي د اخميم يادونه کړي ،چي په وينا يې: اخميم يو زړه وړونکى او له شورماشوره ډک ښار ؤ او کلتوري او سوداګريزي چاري پکي په لوړه سطحه رواني وي. ګڼي ميلي،لوبي او تفريحي سرګرمۍ پکي ترسره کېدي. د  دغې سيمي د اتلانو د نمانځلو په پار (خاطر) مختلفي مسابقي په کار لويدلي چي ګټونکي به يې په بيلابيلو ايوارډونو، انعامونو او جايزو نازول کېدل.د نساجۍ او د ډبرو د توږلو صنعت پکي عروج ته رسيدلى بريښي، ځکه  چي بېلګي يې د همدې سيمې له زيات شمېرو هديرو څخه لاس ته راغلي وي.
د اخميم ښار په تاريخ کي يو مهال داسي هم ؤ،چي په ټول مصر کي د  ماهرو او لويو،لويو جادوګرانو د لرلو له رويه خورا مشهور ؤ او له همدې کبله د جادوګرانو ښار په نامه هم نومولى شوى ؤ. اوس هم پکي د لرغونيو ودانيو عجيبي بېلګي شته،چي زيات شمېر يې نړيدلي او د کنډوالو په شکل پرتي دي. حقيقت دا دى چي د لرغونو آثارو د موندلو په نيامت پکي اوس هم ډېر کارپاته دى.
په اخميم ښار کي ډير زاړه مسجدونه او ودانۍ موجودي دي. په نوموړي ښار کي د اونۍ په اوږدو کي بېلابېل بازارونه لګېږي. له تارونو څخه جوړشوي (اليافي)جامي او نور توکي يې له مهمو مصنوعاتو څخه دي. هلته کرل شوي پنبه د نړۍ د ډېر ښه کيفيت(کواليټۍ) لرونکي پنبه ګڼل کېږي. د دې سيمي لاسي صنايع هم په نړۍ کي ښه شهرت لري. کرکېله يې عبارت دى له خرماؤ او نورو...څخه. د مشهورو مجسمو له ډلي څخه يې د  (ميرات امون) نومي ميرمني مجسمه ده چي د  ځاى د پاچا رامسيس ثاني لور وه. دا مجسمه چي يوولس (١١) متره اوږدوالى لري،په ١٩٨١ م کال کي موندل شوي.  
اخميم ښار ته د تلو لپاره غوره او مسترحه سورلۍ (وسېله) اورګاډى دى،چي سټيشن يې په سوهاج کي دى. په ښار کي د تګ راتګ لپاره ډيرى ټيکسياني ليدل کېږي. په ټولېز ډول نوموړى ښار د پېرل او پلور او خوراک و څښاک له مخي ډېر خوار نه دى . د ښار د سړکونو په څنډو ته کوچني او لوى ريستوارنټونه او هوټلونه هم شتون لري، چي خوراکي توکي ترې پکي تر لاسه کيداى شي.
د ښارد اوسيدونکيو  اقتصادي عوايد په بنسټيزه توګه په سيلانيت او ګرځندويې ولاړ دي.
پاى