هغه کسان چې په ۲۴ ساعتونو کې له عادي حالت یعنې اتو ساعتو څخه ډېر ویده کېږي، دوی له کوم ناروغیو سره مخ کېږي او پر ژوند یې کومې ناوړه اغېزې لري؟ ډېر خوب کول کوم زیانونه لري؟ د اسلام مبارک دین زموږ له پاره څو ساعته خوب توصیه کوي؟ دا هغه څه دي چې ډېری خلک له دې ستونزو سره مخ دي. په دې موضوعاتو د پوهېدلو له پاره به په دې اړه یو څه معلومات وړاندې کړو.
هغه کسان چې له عادي حالت یعنې اتو ساعتونو څخه ډېر ویده کېږي، دوی په ورځني ژوند کې له بېلا بېلو ستونزه سره مخ وي. تل ستړي او نا راحته وي، له چا سره مجلس یا خبرې کول خوند نه ورکوي. کار او فعالیت ته یې زړه نه کېږي. تل په هر کار کې ټنبل وي. د وزن له زیاتولي سره مخ کېږي. په ژور خپګان اخته کېږي. دا هغه زیانونه دي چې د ډېر خوب له امله یوه انسان ته رسېږي؛ چې د دې تر څنګ په ډېرو نورو ناروغیو هم اخته کېږي. د وینې د پړن کېدو لامل هم کېږي. ځکه وینه په وجود کې په عادي حالت جریان نه شي کوی.
له دې سره ځینې څېړنې وایي، چې ډېر ویده کېدل دمغزو د سکتې لامل کېږي. هغه کسان چې له اتو ساعتونو څخه ډېر ویده کېږي؛ په دوی کې د مغزو د سکتې امکان تر نورو ډېر دی. هغه کسان چې مغزي سکته کوي، یو پر درېمه برخه یې د ډېر خوب له امله سکته کوي، چې دا په ډېری ناروغانو کې د فلج لامل هم کېږي. یوې څېړنې ښودلې ده، چې د منځني عمر لرونکي او ډېر عمر لرونکي کسان چې له اتو ساعتونو څخه ډېر ویده کېږي، تر نورو یې د مغزي سکتې امکان ډېر دی.
د بریتانیا د کمبریج پوهنتون یوه پروفیسور ویلي، ډېر ویده کېدل د مغزو د سکتې د ډېریدو لامل کېږي. هغه په دې خبرې پسې بیا دا ور زیاته کړې؛ چې که دا خوب په مرحلو وویشل شي، یعنې په یوه پلا ډېر ویده نه شي، بلکې څو وارې ویده شئ؛ بیا د دې خطر امکان کمېږي. د مغزو سکته یوازې د ډېر عمر لرونکو کسانو له پاره نه دی ځانګړې شوي، بلکې کېدای شي، چې ځوانان او کوچنیان هم له دې حالت سره مخ شي.
د المان صحي مؤسسې هم داسې یو راپور خپر کړی، چې هغه کسان چې مغزي سکته کوي، تر ډېره یې لامل له اتو ساعتونو څخه ډېر ویده کېدل دي.
د اسلام له نظر هم ډېر ویده کېدل یو ناوړه عمل دی، زموږ مبارک دین اسلام زموږ د روغتیا او خوشحاله ژوند له پاره یو بشپړ او ښه مهالویش جوړ کړی. چې په هغه کې اته ساعته خوب شامل دی. طبي څېړنو اوس دا خبره څرګنده کړې؛ خو زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمد (ص) موږ ته ۱۴۰۰ کاله مخکې دا ویلي، چې ۲۴په ساعتونو کې تر اتو ساعتونو ډېر مه ویده کېږئ، ځکه دا ستاسې پر زیان دی.
وروستي