کاناډا او انګلستان د بلاروس په چارواکو تازه بندیزونه لګولي دي

روهي (څلور نۍ/۹ د تلې)، وروسته له هغه د بلاورس په ولسمشر الکساندر لوکاشنیکا فشارونه زیاتیږي، چې نوموړی د اګسټ په نهمه د لانجمنو انتخاباتو په پایله کې ولسمشر وټاکل شو.

په چارواکو د نویو بندیزونو له مخې به د دوی په تګ راتګ بندیز وي او شتمنۍ به یې کنګل کیږي؛ د کاناډا او انګلستان حکومتونو ویلي، دوی په دې ډول غواړي څو د بلاورس په درغلیو ټاکل شوې حکومت ته څرګند پیغام ورکړي.

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب وايي د بلاروس خلکو په وړاندې د ظلمونو مسؤلین به محاسبه شي؛ "دوی د دیموکراسۍ او بشري حقونو دفاع کوي". د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلې، د بلاروس حکومت د ټاکنو وروسته، د لاریون کونکو او د مخالفو ډلو د فعالیتونو په وړاندې سیاستماتیک چلند او تمویل شوی تاوتریخوالی ترسره کړی.

د انګستان او کاناډا لخوا په لګول شویو بندیزونو کې ولسمشر لوکاشینکا، د هغه زوی ویکتور، د ولسمشرۍ دفتر رییس، د کورنیو چارو وزیر، دوه مرستیالان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د بلاروس په پلازمینه مینسک کې د ګډوډیو ضد پولیسو مشر شامل دي.

د بندیزونو له لګولو څو ساعته وړاندې، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په بلاروس کې د سیاسي بحران په مینځګړیتوب کې د اروپا د مرستې ژمنه وکړه؛ ښاغلي مکرون د اروپا د امنیت او همکارۍ له سازمانه وغوښتل چې په بلاروس کې مداخله وکړي.

لوکاشینکا چې د انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی، لوېدیځ دولتونو له دې انکار کړی چې نوموړی د دې هېواد د مشروع ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژني.

دغو دولتونو له لوکاشینکا غوښتي چې د واک د انتقال لپاره خبرو ته مخه کړي، خو نوموړي دغه غوښتنه په کلکه رد کړې ده.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200930_112034_835.sdoc-->