د روهی پياوړې پاڼې پرمختيا

بیا هم زما سلامونه و منی او بښنه غواړم چه بیا ستاسو مزاحم شوم خو د روهی پاڼې ښکلی او په زړه پورې مطالب او تازه خبرونه ما دې ته هڅوی چه دا پاڼه خپله وګڼم او د پرمختیا لپاره ورته وړاندیزونه وکړم.
د منځپانګې له اړخه روهی پاڼه د ټولو په سر کې ده او غواړم د تخنیک له اړخه هم د ټولو په سرکې وی. نو غواړم د روهی RSS کی یو څه پرمختیا راشی او دغه ۲ وړاندیزونه پکې وکارول شی:
۱ - د نېټې او وخت علاوه کول آر اس اس ته Date and time
۲ - د خبرونو نه علاوه مطالبو ته هم RSS اسانتیا ورکول او یوه یا دوه کرښې مختصر متن هم د خبر یا مطلب د سرلیک سره زیات شی.
دا به نو د روهی RSS Feeds د نورو پرتله ډیر ښکلی کړی. او چه کله خپل  کمپیوټر کېRSS Feeds خلاصوو نو د روهی د مطالبو بڼه به په ټولو کې ښکلی وی.
په پښتنۍ مینه
اتل
ډهلی - ّهند