د سرور دانش بې مسولیته څرګندونې

سرور دانش چې د تېرو شلو کالو را هیسې د افغانسنان په مرکزي حکومت کې یو مهم شخص دی، تر اوسه یې تر یوې اندازې خپل شخصیت او حیثیت ساتلی و، خو ولې په دې وروستیو کې یې داسې په دې واحد ملت پسې را اخیستې، چې نن یې د افغانانو دوه نیم سوه کلن تاریخ توهین هم وکړ، طالبان که چا ته ښه خلک دي او که بد، خو له احمدشاه بابا رانیولې بیا تر ننه پورې تاریخ د افغانانو یو پرتمین تاریخ دی او هیڅوک یې هیرولای نه شي، که څه هم استثنات شته.

دا شل کاله کیږي چې د دانش په رقم خلک د امریکا په طیارو او ډالرو په کابل کې پر ګدۍ ناست دي، امریکایانو هم د دوی نبض معلوم کړ او اوس یې ځکه د طالب سره په تر ټولو معتبر مېز خبرې پیل کړې، چې امریکایان هم په دې پوهیږي چې هیڅکله حق او حقیقت نه شي پټیدلی او حتما به حق باطل ته او مظلوم به ظالم ته ماتې ورکوي، دغه دانش او نور راحت طلبه افراد چې اوس د سولې په را تګ سره د دوی هوايي ارزښت او تش په نوم حیثیت نور هم له خاورو سره خاورې کیږي، دوی دغې ورځې ته تنګ دي، چې څنګه شل کاله وروسته د دوی بې درېغه واک او سرمایو ته ګواښ پېښیږي او بیا څنګه په افغانستان کې د ملت په غوښتنه یو داسې نظام چې په هغه کې به ریښتیني افغانان واکمن وي را منځ ته کیږي.

دانش او نور پردیپالو چې د تېرو شلو کالو راهېسې یې په دې خاوره په دروغو حکومت وکړ او تل یې د نورو حق خپل ځان او خپل قوم ته په مخکې ایښې، اوس په دې ډاریږي چې څنګه یې دغه لوی امکانات د لاسه وزي او بېرته به خپل اصلي حالت ته ور ګرځي.

په افغانستان کې تعصب له پښتونه نه دی شروع شوی، تل دا پدیده د نورو قومونو له افرادو را پیل شوې، اوس هم پښتون څه نه وايي، سره د دې چې هره ورځ د ځینو خلکو له خوا د تجزیې او وېش نارې وهل کیږي، خو دوی له زغمه کار اخلي، د نن نه تقریبا دېرش کاله مخکې همدغو هزاره توکمو له ایران نه د افغانستان د وېش طرحه راوړه، چې سر کې یې د هغه وخت یو جهادي قومندان عبدالعلي مزاري و، کوم چې طالبانو ډېر زر دده خوله ور سړه کړه، دانش د هغه وخت یو روزل شوی هزاره دی چې اوس هم د ایران په دستور د افغانانو په ویاړونو لوبې کوي، د ایران اوسنی رژیم هماغه د ګورګین اولاده ده کوم چې د نن درې پیړۍ مخکې افغانانو په کندهار کې له تېغه تېر کړ.

سرور دانش د داسې فکر نه کوي چې دا ملک به تل د زور، دروغو، پردیو په امکاناتو، چل ول او نورو دسیسو د دوی په لاس کې وي او هیڅوک به دوی ته ونه وايي چې دا څه کوئ، دا وطن د افغانانو او دا خاوره د همدغه واحد ملت ده، موږ اورو او ګورو چې دانش او کسان یې تل د افغانستان د ملي منافعو، ملي ترمینالوژۍ، ملي هویت، ملي وحدت او نورو ملي ارزښتونو په ضد ولاړ دي، خو افغانان بیا د دوی دغه ناوړه کړنو ته چپ پاتې دي.

محمداشرف غني، چې ځینې پښتانه او افغانان یې مفکر بولي او د اسلامیت او افغانیت سمبول یې ګڼي، راځئ چې دده کړو وړو ته هم یو څه اشاره وکړو چې هغه څومره ملي او افغاني غوښتنې په نظر کې نیولي دي؛ غني ټول وخت په غرب کې اوسیدلی، اوس هم دده اصلي ژوند په غرب کې دی، په لومړي وار کله چې د عبدالله عبدالله سره د ولسمشرۍ ټاکنو سیالۍ ډګر ته راووت، نو لمړی معاون یې عبدالرشید دوستم وټاکه چې د افغانانو په منځ کې تر ټولو زیات د کرکې وړ انسان و، دوهم معاون یې سرور دانش چې دغه ده دا اتلس کاله د افغانانو په تخریب او د هغوی ملي او افغاني ارزښتونو ته په توهین اخته دی، چې واضحه نمونه یې څو ورځې مخکې دده هغه څرګندونې وې چې نه دا چې غني یې په اړه غبرګون ونه ښود، بلکې چکچکې یې هم ورته کولې، په اوس مهال کې د امرالله صالح د لومړي معاون ټاکنه کومه ملي او افغاني بڼه نه لري، امرالله صالح د خپل ملي امنیت ریاست په وخت کې بې شمېره پښتانه چې نه طالبان وو او نه القاعده مړه او بندیان کړل او په مقابل کې یې د دغو دروغو له وجې د امریکایانو څخه په سلګونو ملیونه ډالر تر لاسه کړل، د امرالله صالح د ملي امنیت د ریاست په وخت د طالبانو د هغو غړو په اړه چې افغان دولت ته تسلیم وو او په کرار خپلو کورونو کې ناست ول، د نیولو او وژلو هڅه شوه، کورونه یې تلاشي او ناموس ته یې په سپکه وکتل شول، چې دا بیا په سیمه کې د امریکایانو او افغان دولت پر ضد د قیام باعث شول، چې نتیجه یې دغه ده تاسو په خپلو سترګو وینئ.

په نتیجه کې ویلی شو چې د سرور دانش دا بې مسولیته څرګندونې به ممکن نه دده او نه هم د راتلونکي افغانستان لپاره ښه پایله ولري، ځکه طالبان هم دا نړۍ ته د ثبوت په توګه وړاندې کوي چې د افغان دولت افراد او اشخاص خپل مابین کې دومره فکري واټن لري چې آن د افغانانو تېر شوي تاریخ ته د شک او تردید په سترګه ګوري، یو ځان افغان نه بولي، بل افغانستان نه مني، نور بیا په دې ګډ موقعیت کې د تجزیې نارې وهي، څوک سوله نه مني، څوک په جنګ کې خپل قومي او شخصي منافع لټوي، نو دوی څنګه د دغو مردارو اوکه چېرته امریکا او یا د افغان دولت نور متحدین دغه مشکل درک کړي، نو ممکن د هغوی د عکس العمل سره مخ شي او بیا د دغه دولت او حکومت سره خپلې همکارۍ وځنډوي.