ټېک ټاک ۱۰۴ مېلېونه وېډيو ګانې لېرې (ډېلېټ) کړې 

روهي (څلورنۍ/۲ د تلې)، د چين هېواد اړوند ټېک ټاک ټولنيزې شبکې په تېرو شپږو مياشتو کې ۱۰۴ مېلېونه پورته شوې وېډيوګانې ډېلېټ کړې دي. ټېک ټاک ويلي دي چې دغه وېډيوګانو کې د ټېک ټاک  اصول تر پښو لاندې شوې وو. 

له دغه وېډيوګانو ډېری يې په خپلسري ډول د ټېک ټاک له خوا ډېلټ شوې دي. ويل شوي دي چې هغه وېډيوګانې په کې شاملې دي، چې لېدونکي يې نه درلودل. 

ټېک ټاک ته د تفريحي لپاره وېډيوګانې پورته کيږي خو دا چې ځيني وېډيوګانې لوڅې برخې لري  ځيني هېوادونو کې د ټېک ټاک پر کارونې بنديزونه لګېدلي دي.