روهي(درې نۍ/۱میزان)، د امریکا یو پخوانی لوړپوړی چاوراکی وایي ولسمشر ټرمپ امریکا ته یو ځل بیا د خونړیو پېښو احتمال ډېر کړی؛ د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر وایي که ټرمپ خپلو تېروتنو ته پام ونکړي نو امریکا به د سپټمبر له یولسمې هم د سختو بریدونو سره مخ شي.
ماسټر چې له ټرمپ سره له سیاسي اختلافونو وروسته یې استعفا ورکړې وایي له افغانستانه د سرتېرو ایستل او د سولې پروسې پیولول یوه ستره تېروتنه ده؛ د نوموړي په خبره چې د سولې پروسه به د یو قوي فشار په نشتون کې بریا ته ونه راسیږي چې ټرمپ په دې سره لویه غلطي کوي.
ماسټر په خپله تازه مرکه کې اندېښنه څرګنده کړې چې که د سولې پروسه بریا ته ونه راسیږي، نو دا به د افغانستان، سیمې او ټولې نړۍ لپاره لوی خطرونه جوړ کړي.
وروستي