امریکا په ایران د نویو بندیزو خبرداری ورکړی؛ خو ایران وایي کلک ځواب به یې ورکړي

روهي(دوه نۍ/۳۱وږي)، د امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی چې نن به د ایران سره په د وسلو په تړلیو ګڼو هدفونو بندیز ولګوي.


د امریکا یو لوړ پوړي چارواکي تایید کړې چې نږدې شل داسې کسان او ادارې چې له ایران سره له اټومي وسلو نیولي تر عادي هغه تړلي وي، بندیزونه به پرې لږیږي.


په ایران د تازه بندیزونو خبرادری داسې مهال کیږي، چې له ایران سره د اټومي تړون هېوادونو له مخالفت سربیره هم تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلې و چې د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه په ایران بیرته له سره لګوي.


په ایران د امریکا د بندیزونو په ځواب کې ددې هېواد ولسمشر حسن روحاني ګواښ کړی که امریکا له زور کار اخلي ایران یې هم د سخت ځواب توان لري.