د اسلام پیغمبر څنګه له دښمنۍ او توهینه راپورته شو (لمړۍ برخه)

بسم الله الرحمن الرحیم
د دې لپاره چې د محمد الرسول الله پیغام مشروعیت پيکه کړي هڅې کېږي چې ټول پیغام یې تر سوال لاندې راولي. [1] د هغه په وخت کې، د مکې خلکو د نورو نومونو تر څنګ هغه یو شاعر، یو ساحر، او یو لیونی انسان وباله. نن ورځ، هغه په نورو نښو توهېنېږي. خو ښايي تر ټولو بد توهین، طرحه شوی تر څو د پیامبر علیه السلام د پیغام د خپرېدو تر ټولو توانمند نهاد کمزوری کړي دادی چې، هغه په خپلو دښمنانو د ویرې او ترور له لارې بریالی شو تر څو هغوی د وحشت له لارې کنترول کړي. د محمد (ص) د ژوند تشریح، نظامي کارونه او د هغه سنت د هغه د رسالت په هکله د زیاتو قضاوتونو بنسټ جوړوي. اسلام په ټولیزه توګه، د دې تشریحاتو له لارې یا د سولې او یا هم د جنګ دین بلل شوی دی، د دې په بنسټ چې د پیامبر او د هغه د پیغام کوم ډول تشریح تعقیب شوې ده. د رسول الله د کړنو ځینې اوسني انتقادونه دې ته ځیر وي چې د اسلام مدني شکل د تمدنونو په اوسني عمدي ډول طرحه شوی ټکر کې ترسوال لاندې راولي، هغه چې له اسلام سره دښمنۍ او د تاوتریخوالي پالونکو ودې ته لمن وهي او ورباندې تیل پاشي. مایکل بونر مشاهده کوي، « د تاریخ لیکنې، د اسلام د بیا راپورته کېدو په هکله اوسني دلایل او د جهاد د سرچینې په هکله زیات دلایل، په عمومي توګه په نولسمې پېړۍ کې او د شلمې پېړۍ په لمړیو کې د اروپا په هغو اکادیمیکي کسانو کې پیل شول چاچې د شرق په هکله څېړنې کولې، زیات وختونه دې ډلې ته مستشرقین وايي.» [2] هغه دوام ورکوي او وايي چې د دې دلایلو انګېزه د هغوی له « شمولیته په استعماري پروژه کې نه شي بېلېدلی. » [3]
 
دا هڅې د دې لپاره کېږي چې له رسول الله یو وحشي تصویر رامنځته کړي، نو په یقین سره د هغه پیروان به هم په ذات او اصل کې د یو تیري کوونکي سیاسي وجود په توګه ورسره تعامل کېږي، هغه چې د خپلو نړیوالو موخو لپاره هرې وسیلې ته چې اړتیا وي وکاروي. هغه څه چې په کې اختلاف نشته دادی چې محمد (ص) له لسیزو تحقیرونو او شکنجو منلو وروسته وتوانېده چې، یو بې سابقې قوت رامنځته کړي. مایکل هارټ، څوک چې ځان په تاریخ کې تر ټولو زیات اغیزه لرونکی کس بولي، لیکي: 
زما ټاکنه چې محمد مې د نړۍ تر ټولو زیات نفوذ لرونکی انسان معرفی کړ ممکن ځینې لوستونکي حیران کړي او ممکن د نورو په واسطه تر سوال لاندې راشي، خو هغه په تاریخ کې یوازینی کس و چې په دیني او سکیولر دواړو کچو تر ټولو زیات بریالی و. [4]
 
دا چې ایا هغه د بریا په لټه کې خپل اصول تر پښو لاندې کړل او که نه، هغه سوال دی چې د هغه اصولو ته وفاداري، یا ورنه سترګې پټول، په مختلفو سیاسي شرایطو کې ژوره کتنه غواړي. 
 
« د هغه کرکتر قرآن و»
دا د عایشې (رض) تشریح وه د رسول الله په هکله. هغه عمل وکړ په هر هغه څه چې ویل یې. هغه د خپل پیغام یو تصویر او مثال و؛ د رحمت، اخلاقو او ښکلا ټول آیتونه د ده په مثال کې تصویر شوي وو. کله چې الله تعالی وايي، «شر په هغه څه دفع کړئ چې غوره وي.» [Fussilats/ as Sajda (41):34]، دا د هغه په مثال کې شته چې موږ د شر له هر شکل څخه پورته او لوړ شو چې ورسره مخ کېږو، په ځانګړي ډول د هغو خلکو په لاس چې له موږ سره دښمني لري. «شر» نسبي دی – او همدارنګه یې ځواب دی. نو ځکه، له هر ځانګړي حالت سره چې رسول الله مخ کېده مختلف ځواب به یې غوښته. هغه دوام او هغه څه چې ده تل په هر حالت کې تر ټولو شریفانه لاره اختیار کړه، خاصه ځانګړتیا لري او هغه ته خاص امتیاز ورکوي. له اسلام سره کرکه کوونکي استدلال کوي چې محمد په خپله د قرآن مصنف او لیکوال و او ځکه نو چې د هغه قدرت زیاتېده قرآن هم د لږ زغم لرونکی کېده. مسلمانان استدلال کوي چې محمد د قرآن، چې د الله کلام دی، عملي ګرزنده تصویر او تجسم و، او د هغه کرکتراو د قرآن نص او سټایل په ښکلا او رحمت کې سره همغږي وو. د غزواتو او جنګونو آیتونه ځکه یوازې مدینې ته تر هجرته راوروسته نازل شول ځکه جنګونه تر هغو واقع نه شول تر څو هغه د یوه دولت مشر نه و او ښکاره وه چې بیا یې د ځان ساتنه او د دښمن د حملو دفع او مقابله یې ورسره کوله. خو بیا هم د زغم او تحمل تر ټولو مهم ایتونه لکه « په دین کې جبر نشته» [al-Baqara (2):256]، مدینې ته تر هجرت وروسته نازل شوي دي. 
 
تر پردې لاندې رحمت
«که موږ هېڅکله د سخت ژمي ساړه احساس نه کړو، دا ډېر لږ امکان لري چې موږ به کله هم د دوبي د روښانه ورځې په ارزښت او خوند پوه شو.» [5]
که موږ په دې مسئلې کې ژور داخل شو او څېړنې وکړو چې څنګه د الله رسول له خپلو دښمنانو سره په مهربانۍ او شرافت تعامل کړی، څنګه هغه په خورا مهربانۍ او اسانۍ سره د لسیزو تجاوز ته ځواب ورکړی، او څنګه هغه په بریا له توهینونو، زخمونو راپورته شوی، موږ یو شمېر څرګندو پایلو ته رسېږو. د هغو په منځ کې داده چې څنګه له اسلام سره کرکه او ورسره ویرونې تر پردې لاندې په حقیقت کې د الله رحمت دی. د تهمتونو سخت سیلاوونه د الله د رسول په هکله چې ګواکي په زور یې خلک خپل دین ته را اړول، [6] یا دا چې هغه یو بې اصولو فرصت طلب و [7] موږ اړباسي چې د هغه کرکتر له سره کشف کړو او همدا د الله تعالی رحمت دی. 
 
د رسول الله د بیوګرافۍ یو بې پرې لوستونکی به په چټکی سره ومومي چې د هغه د ژوند کوم « تصویرونه» چې په خپله نمایندګۍ کې درواغجن وو، کوم د هغه د عادي کړنو ښوونه کوي، او کوم د نورو څخه استثنا وو او ولې. په حقیقت کې، کله چې یو کس لولي، هغه مومي چې دا «استثناوې» د هغه په کرکتر کې بېځایه تشې نه وې، بلکه د هغه د لوړ شخصیت او نړیوال یا عمومي رحمت یو بل بعد و چې زیات مخالفین یې ناکام شول چې هغه درک کړي.
 
لاندې پاڼې له لوستونکو سره مرسته کوی هغه سفر پیل کړي، له جعل شوو معلوماتو او تېر ایستونکو ښوونو څخه خبر او خلاص شي. تر څو دوی د اسلام د پیغمبر په هکله چې الله تعالی تعریف کړی « وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ ، مګر یو رحمت د عالمیانو لپاره» [al-Albiya (21):107]، او «وَ إِنَّک لَعَلی خُلُقٍ عظیم، تر ټولو ممتاز [standard] کرکتر» [ al-Qalam (68):4]. 
 
موږ «۷۰» واقعې راټولې کړې په کومو کې چې رسول الله له دښمنیو او تهمتونو راپورته شو. مخکې له دې چې په دوو دریو هغو پېښو رڼا واچوو چې د اسلام مخالفین غواړي رسول الله ورباندې د تاوتریخوالي خوښوونکی او فرصت طلبه وښيي، دا مهمه ده چې په اکثره دې پېښو رڼا واچوو کومې چې د هغه سیاسي او نورې کړنې ښيي. هره واقعه د لنډیز او اسانۍ لپاره په لنډو عباراتو لیکل شوې، خو اصلي متونو ته ماخذونه (رفرنسونه) ورکړل شوي دي، تر څو که څوک غواړي له دې پېښو د سرچینو په توګه نوره ګټه واخلي او زده کړه ورنه وکړي.
 
د دې څېړنې موخې څه دی؟
تر ټولو لمړی هدف دادی چې:

  • داسې یو بنسټ رامنځته کړو چې راسره مرسته وکړي چې څنګه رسول الله له ځانه عزت او شرافت ښوده کله چې هغه مبارک به توهین او یا تر حملې لاندې راتله. نو یوازې د دې سابقې سره چې پېښې به له دې رول او قاعدې څخه په استثنا کې ښکارېدې، نو په دې څېړنه کې به په دقت سره څېړل کېدی شوې.
  •  د دې راټولونې یو بل هدف دا و چې د محمد (ص) پیروان وهڅول شي تر څو د توهین په وخت له ځانه رحمت، مهرباني او سخاوت وښيي، کټ مټ لکه څنګه چې د دوی پیغمیر له ځانه ښودلي وو.
  • په یقین سره، ټول هغه تبعیضونه او وحشتونه چې د محمد په پیروانو په نن زمانه کې تحمیل کېږي له هغو ظالمانه حملو سره ورته والی لري چې هغه مبارک تحمل کړي او زغملي وو.
     
    مهم یادښت
    نو کټ مټ لکه چې موږ ځوریږو کله چې هغه ته توهینونه کېږي، همدارنګه به هغه صلی الله علیه وسلم ته دردناک وي، چې وګوري موږ په ځواب ورکولو کې د هغه میراث ته توهینوونکې لارې غوره کړو. 
     
    په مکه کې سخته لسیزه
    کله چې د الله رسول په ښکاره د اسلام په تبلیغ پیل وکړ، د هغه ځینو پیروانو زر وموندله چې یوازې د عقیدې ښکاره کول به دوی ته د ظالمانه شکنجو او ان اعدام او مرګ په معنی وي. د مکې شریفو خلکو لکه ابوبکر (رض) د مکې په کوڅو کې تر بېهوښۍ پورې وهل شوي وو په داسې حال کې مریونه لکه بلال رباح (رض) او سهیب بن سینا (رض) په زنجیرونو تړل شوي په سوځوونکي لمر کې د بیابان په ریګونو کې پرېښودل کېدل. لمړۍ شهیده سومیه بنت خیاط (رض) وه چې به بدن کې یې د یوې نیزې په خښولو شهیده کړه، او د هغې زوی عمر بن یاسر (رض) ته په اور سره شکنجه ورکړل شوه – لکه زیات نور کسان -- اړ کړل شول چې په زور په ظاهره له خپلې عقیدې صرف نظر وکړي. [8] خباب بن الارات (رض) یې په زوره مجبور کړ چې په سوونکو ذغالو باندې ورڅملي (پرېوزي) او د خپلې غوښې د سون او پخېدو بوی یې مشام ته ورسېږي، [9] او ځینې له دې فجایعو یوازې هغه وخت رامنځته شوې کله چې دا غمجنه لسیزه پرمخ تله.  
     
    خپله رسول الله هم، د مشرکینو او بت پرستانو له وحشیانه شکنجو زیات دردونه ولیدل. دوی هېڅ راز فرصت پرېنښود تر څو هغه تحقیر کړي، د هغه لوڼې یې طلاقې کړې، او د ده ټوله قبیله یې له سیمې مهاجره، لوږو او قحطیو ته د دریو کلونو لپاره اړه کړه. د فزیکي حملې په توګه، عقبه بن ابي مویات له شا نه زندی کړ کله چې هغه په عامه ځای کې لمونځ کاوه، ابو جهل امر وکړ چې د اوښ کلمې د سجدې په وخت د هغه په غاړه کې ورواچوي، اوطیېبه بن ابي لهب یې په مخ لاړې تو کړې، او نورو تر بې هوښه کېدو پورې وواهه.
     
    د هغه سره له بد چلند او شکنجو یو شمېر کلیدي مشاهدې رانقل کولی شو. محمد د قریشو له تکراري ځورونو او عمدي اړ ایستلو چې له ځانه غبرګون وښيي په روښانه توګه د صبر، زغم او د نه تاوتریخوالي  ځواب ورکولو پالیسي غوره کړه. کله چې قریش په دې ونه توانېدل چې محمد (ص) حق ته له بلنې راوګرزوي، نو د توهینونو او تجاوزونو لړۍ یې زیاته شوه؛ هغه یو شمېر قبلوونکي او له مینې ډک اورېدونکي لرل چې د وېرې اچولو او منع کولو له ټولو هڅو سره سره ورځ تر بلې زیاتېدل.  ابو لهب چې د پلار له طرفه یې له ترونو یو و، له هغې لحظې یې په توهینولو پیل وکړ چې محمد د صفا په غره کې کعبې ته نېږدې و او خلکو ته د خبرو لپاره کارېده، په خپله قبیله کې دعوت پیل کړ. [10] دا پېښه دمسلمانانو په عامه توګه د مسخره کولو پیل و او یو عادت وګرزېده، په ځانګړې توګه به چې کله لیدل کېدل چې په کعبه کې به یې لمنځونه کول. [11]
     
    دا لاندې آیتونه رانازل شول: د خپلې نېږدې قبیلې خلکو ته له عذابه د ویرولو خبر ورکړه، د هغو خلکو لپاره چې له تا پیروي کوي د مینې او محبت وزرونه وغوړوه. که هغوی د اطاعت نه کوي، ورته ووایه، زه ستاسو د اعمالو مسؤل نه یم. په مهربانه الله تعالی یقین ولره، هغه څوک چې تا وینې کله چې ته لمانځه ته پورته شې او ستا حرکات د لمونځ کوونکو په منځ کې هم ویني: هغه د هر څه اوریدونکی دی، په هر څه خبر دی [ash-Shuara (26): 214-220). [12]
     
    قریشو زیاتې هڅې وکړې او دوی چې مسلمانان ورته بغاوت کوونکي مجرمین ښکاېدل چې د خپلو تېرو پلرونو د بت پرستۍ دین یې پرېښی دی – تر څو د هر هغه چا چې غواړي او کولئ شي  محمد ته غوږ ونیسي، مخه ونیسي. دا د مکې په داخل او بهر دواړو کې رښتیا وه، څرنګه چې خلک د عرب شبه جزیرې له ګوټ ګوټ څخه مکې ته د عبادت او تجارت لپاره راتلل او له محمد او د اسلام له پیغام سره مخامخ کېدل. ولید بن الموغیره، د مکې یو مشر او زیات نفوذ لرونکی تاجر، د قبیلوي مشرانو په غونډه کې د محمد په وړاندې د توهینولو یو کمپاین پیل کړ. په هغو کې، ولید یو پلان طرح کړ چې له محمده د خلکو د منع کولو د یوې وسیلې په توګه هغه ساحر معرفی کړي، ترڅو خلکو ته د محمد د اغیزه لرونکو کلماتو چې د قرآن د تلاوت په وخت یې له محمده اورېدې، خبر ورکړي چې تر اغیزې لاندې یې رانشي. [13] 
     
     تاریخي پېښې او نوره تبلیغاتي اجندا او هڅې چې هغه د درواغجن، لیوني سړي، د چا تر اغیزې لاندې راغلي او ان شاعر په نامه چې خلک تر خپلې اغیزې لاندې راولي چې ورنه پیروي وکړي، هم په قرآن کې ثبت دي. [14]
     
    الله تعالی په لاندې آیتونو کې دا تشریح کوي:
    ایمان نه راوړونکي تا پخپلو نظرونو کې په ځمکه غورځوي او په  سپکه سترګه درته ګوري کله چې دوی له تا د قرآن تلاوت واوري. هغوی وايي، « هغه حتما لیونی دی.» [al-Qalam (68):51]
     
    ایمان نه راوړونکي فکر کوي چې دا عجیبه ده چې د دوی له منځه د یو کس پیغمبر واستول شي تر څو دوی ته خبر ورکړي او له عذابونو یې وویروي: دوی وايي، «هغه یوازې یو درواغ ویونکی ساحر دی.» [Sad (38): 41]
     
    په داسې حال کې چې محمد د خپلو پیروانو له ښکاره عذابولو ځورېده او نه یې شو کولی چې له شکنجو یې وساتي، له همدې هم رنځېده چې نه یې شو کولی په پراخه کچه ټولنې ته قناعت ورکړي – د کومو په منځ کې چې دده د خپلې قبیلې غړي هم وو. د دې ترڅنګ، د هغه ستراتېژي په عمدي توګه داوه چې: په دوام لرونکې توګه خلک د خدای لارې ته راوبولي، غوره کول یې چې د خلکو د اخلاقو حس، وجدان او استدلال ته مراجعه او اپیل وکړي نسبت و زیاتې باالقوه ورانوونکې قوې او تاوتریخوالي کارونې ته. کله چې د قبیلوي نظره ورته وکتل شي، د قریشو هره هڅونه به کافي وه چې د ښکېلو قبایلو په منځ کې جنګ ونښلي. خو موږ بې سابقې فردي او جمعي د ځان کنترول، محکمې عقیدې، کلک عزم او هدف ته وفادار پاته کېدل ګورو، کوم چې یوازې له ستر روحاني او اخلاقي لرلید لرلو سره ترلاسه کېدی شي؛ دا لرلید د یوې ستراتېژیکې رهبرۍ بنسټ و چې محمد په دې مرحله کې د اصلاحاتو لپاره په خورا احتیاط سره به مکه کې رامنځته کاوه. دا په داسې حال کې وه چې ده او د ده پیروانو ته د الله تعالی له طرفه اجازه نه وه ورکړل شوې چې وسلې ته لاس کړي – ان که هغه له ځانه د دفاع لپاره وي. څرنګه چې مسلمانان د اقلیت په توګه په مکه کې چې تر ډېره د دوي په وړاندې یې له دښمنۍ ډک دریځ درلود، جنګ به هغه یو څو کسان له منځه وړی وای چې د محمد پیروي او د مسلمانانو صفونو ته راغلي وو او همدارنګه هر هغه چانس به یې له منځه وړی وی چې دا له هیلو ډکه ټولنه تاسیس او ټینګه کړي. د قبیلوي سیستم په رڼا کې چې قریش ورسره عادت وو، هغوی ته اسانه نه وه چې په اسانۍ سره له مسلمانانو سره جنګ پیل کړي، ځکه محمد او پیروان یې یوازې له یوې قبیلې نه و، زیات مسلمانان د قوي قبیلو د ځوانانو او نخبه کسانو په منځ کې وو، او له همدې کبله تریو ډول محافظت لاندې وو. له بلې خوا جنګ به د زیاتو قبیلو په ستره کچه په تاوتریخوالي کې ښکېلتیا اړینه کوله، ان د هغو په منځ کې چې له یو بل سره یې تړونونه درلودل، او د امکان په صورت کې د خپلې کورنۍ له غړو سره په جنګ کولو اړ کېدل.  لکه چې سلابي وايي،  «د حالاتو سره سم اسلام د قریشو په ټولو قبیلو کې خپور شو، بې له دې چې قبیلوي وفاداري ورته کوم تاوان پېښ کړي.» [15]
     
    په پای کې، محمد الرسول الله سره له خپلو یارانو له دې شکنجو او عذابونو مدینې ته مهاجرت وکړ، خو نه له هغه مخکې چې د تاریخ په پاڼو کې یې یو کس د خپلو دښمنانو سره د عفوې او باعزته کړو وړو نه تکرارېدونکی او بې سابقې میراث پرېږدي. په لاندې کې د بشریت تر ټولو ځلېدونکي او روښانوونکي ژوندانه له دې جملې یو څو فوق العاده مثالونه دي:
     
  • پرېږدی ملایکې ځواب ورکړي
  • د دې تر څنګ چې قرآن د قریشو د توهینونو تایید کاوه، هغه هېڅکله له خپلې لارې کوږ نه شو او د باالمثل عمل په واسطه یې ځواب ورنه کړ. په حقیقت کې، هغه په تحقیق سره د ځواب نه ورکولو لوړه لاره غوره کوله، په دې هیله چې دا به یوه ورځ د هغوی په سختو زړونو اغیزه وکړي، دا د الله تعالی د لارښوونې په بنسټ و چې ورته ویلی یې و: « د شریرو او شیطاني کړنو ځواب په هغه (عمل) ورکړه چې تر هغو ښه وي؛ او چې د تا او هغو تر منځ دښمني وي هغه به ستا لکه یو ژمن ملګری شي.»              [Fussilat (41): 34]. یو وخت، رسول الله (ص) په پټه خوله تبسم وکړ کله چې د ده غوره صحابي ابوبکر (رض) هغه کس ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه چې توهین یې کړ. خو کله چې ابو بکر (رض) په پای کې غږ پورته کړ، د الله رسول (ص) په غصه شو او مجلس یې پرېښود. هغه وروسته موضوع تشریح کړه، « له تاسره یوه ملایکه وه چې ستا په نمایندګۍ یې ځواب ورکړ. خو کله چې تا په ځینو هغو خبرو ځواب ورکړ چې هغه کس تاته ویلي و، یو شیطان راورسید، او زما لپاره نه ښایي چې له شیطان سره یو ځای کېنم.». [17] د الله رسول په دې ترتیب سره لارښوونه وکړه کله چې یو کس د هغو کسانو تر کچې راټيټېږي چې دوی ته توهین کوي، دوی شیطان ته اجازه ورکوي چې کړنې یې، رهبری کړي. د اسلامي روحانیت او معنویت له بنسټیزو اصولو یو دادی چې اجازه ورنه کړو زموږ احساسات او کړنې د شیطان په واسطه تر هغې کچې یرغمل شي چېرې چې زموږ پرېکړې کول د الهي هدایاتو نه پرته د نورو اندونو په مرسته تر اغیزې لاندې راشي بلکه باید اجازه ورکړو چې ملایکې زموږ په نمایندګۍ ځواب ورکړي. رسول الله راز راز میتودونه درس ورکړی لکه له شیطانه الله تعالی ته پناه وړل، د خپل فزیکي حالت داسې بدلون چې لږ د مقابلې شکل ولري، اودس کول او نور تر څو له موږ سره مرسته وکړي چې خپله ارامي او د ځان کنترول وساتو او احساساتي نه شو، هغه وخت چې موږ په قهر وو. د غصې په وخت، موږ میلان لرو چې په غرور او کبر سره، په شیطاني لارو ځواب ورکړو هغه چې هېڅ کس ته هېڅ خدمت نه کوي مګر یوازې  زموږ غرور ته. حق په جانب غصه اړینه ده، خو هغه وخت نه شي ښکارېدی کله چې یو کس په مناسبه حالت کې نه وي. نو ځکه رسول الله صلی الله علیه والسلم د هغه د دښمنانو په هره هغه هڅه بریالی شو تر څو ناپاکو کړنو، لنډغرۍ او یا هر هغه څه ته دی وهڅوي چې د ده له شریفانه کرکتر سره په مناسب نه وو، او بیا خپلو خلکو ته ووايي چې موږ درته ویل چې محمد داسې او هسې دی. 
     
  • هغوی په خپلو توهینونو کې په غلطه لاره روان وو
  • اروا بن حارب (همدارنګه د ام جمیل په نامه هم پېژندل کېده، د ابو لهب ښځه) به د الله رسول تعقیباوه تر څو ورته ضرر پېښ کړي، توهین یې کړي او عادت یې درلود چې مسخره یې کړي، هغې به ویل: « محمد ( هغه چې نه دی ستایل شوی) موږ هغه رد کړی، او د هغه له دینه مو کرکه کړې، او د ده له امرونو مو سرغړونه کړې ( مذمم ابینا، و دینه قلینا، و امره عصینا)، د دې په ځای چې هغې ته ځواب ورکړي، هغه به و خپلو یارانو ته په دې ویلو کې راحت او ارامي لټوله، « ایا تاسو نه وینئ چې څنګه الله تعالی له مانه د قریشو توهینونه چپوي؟ دوی په محمد بد وايي په داسې حال کې زه محمد (کوم یو چې ستایل شوی دی) یم! [18] هغه زر هغه حالت ارامه کړ او خوشبیني یې راوستله په داسې وخت کې چې ناممکنه ښکارېده چې کومه روښنايي د وموندل شي. موږ، همدارنګه، په اوس وخت کې باید ووینو هغه کارتونونه او رسامۍ چې خلک ادعا کوي محمد ته ورته دي په حقیقت کې زموږ له محبوب پیغمبر صلی الله علیه والسلم څخه زیاتې لېرې دي.
     
  • د هغوی د هدایت لپاره دعا کول او د پوتنسیال پېژندنه  یې
  • عمر بن هیشام (د ابوجهل په نامه هم مشهور دی) – د خپل ملت فرعون د هغه تر ټولو سرسخته دښمن و. که څه هم هغه زیات فزیکي او احساسي زخمونه رسول الله ته پېښ کړي و، او که څه هم د هغه د صحابه وو هډوکي یې مات کړي و، او په پای کې یې د رسول الله په ضد لمړنی پوځ رهبري کاوه، د هغه هدایت تر اوسه هم د رسول الله په فکر کې و. هغه په مکه کې عادت درلود او ویل به یې، « او الله، اسلام د ابو جهل بن هیشام یا عمر بن الخطاب په واسطه قوي کړه.» راتلونکی سهار عمر بن الخطاب اسلام قبول کړ. [19] که څه هم ابو جهل د مسلمانانو لپاره لکه فرعون داسې و، پیامبر علیه السلام داسې زړه درلود چې هغه ته یې د هدایت دعا کوله او داسې قضاوت یې درلود چې د ابو جهل له وعده ورکوونکې رهبرۍ له کیفیتونو کیدی شي چې ممکن د ښو لپاره ور نه کار واخیستل شي. 
    نور بیا...
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    محمد الشیناوي او ډاکټر عمر سلیمان
    ژباړن: محمد عارف رسولي
    د اسلام پیغمبر څنګه له دښمنۍ او توهینه راپورته شو