طالبانو ته د حکمتيار وړانديز: ارزښتونه مو سره يو دي، راځئ سره ائتلاف وکړو 

روهي (نۍ/۲۹ د وږي)، د افغانستان اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار پر طالبانو غږ کړی دی چې سره متحد شي به او په ګډه به وړاندې ځي. 

د اوا په نوم خبري رسنۍ لېکليی دي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين تېره ورځ د جمعي لمانځه خبرو پر مهال ويلي دي چې د دوی او طالبانو ارزښتونو ګد دي او که چېرې سره ائتلاف وکړي نو غوره به وي. 

حکمتيار ويلي دي چې که چېرې حزب اسلامي او طالبان سره يو شي نو هېڅ ځواک به يې پر وړاندې ونه دريږي. 

که څه هم افغان حکومت د سولې  مرکچي پلاوي د حزب اسلامي د مشر غيرت بهير نوم ورکړی دی خو دغه ګوند په دې موخه چې دوی سره مشوره نه ده شوې، غيرت بهير ته اجازه ورنه کړه چې دوحې ته لاړ شي او بين الافغاني خبرو کې برخه واخلي.