په انګلیسي ژبه د خبرو اترو پنځه لارې چې باید پرې پوه شو!


لومړۍ: ګرامر زیات مه مطالعه کوئ!
ممکن دا قاعده د انګلیسي ژبې زیاتره زده کوونکولپاره نااشناوي، خودا یو د مهم ترینه قوانینوڅخه دی. که غواړئ ازموینو کې بریالي شئ، بیا ګرامر زده کړې ته زور ورکړئ.  بهرحال، که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه کې فصیح وا وسئ، نو تاسو هڅه باید دا وي چې انکلیسي ژبه د ګرامرله مطالعې پرته زده کړئ.
 
ګرامرمطالعه مود خبروچټکتیاراکموي اوتاسوته  د سردرد پیداکوي.  د دې پرځای چې تاسو د مورنۍ ژبې په شان په انګلیسي چټکې خبرې وکړئ،  که ګرامرمطالعه کوئ  نود خبرې کولوپرمهال  به تل د ګرامري جملوپه جوړولوبوخت وئ. دا په یادولرئ چې ډيرکم شمېر په انګلیسي ژبه خبرې کوونکي  د ګرامرپرقوانینویواځې 20%  فیصده پوهه لري. نن سبا د انګلیسي ژبې زده کوونکي  د هغه اشخاصوپرتله په ګرامر زیات پوهیږي چې انګلیسي یی مورنۍ ژبه ده. زه دا خبره په پوره ډاډ سره کوم. انګلیسي زمامورنۍ ژبه ده اوپه انګلیسي ادبیاتوکې مې زده کړې کړي کابولس کاله کیږي چې انګلیسي تدریس کوم. په هرصورت، زما شاګردان له ما هم د ګرامرپه تشرایحاتوزیات پوهیږي. زه ډیرکم د ګرامرتعریفونه ګورم او بیا یی دوئ ته لیکم، خوبدون له اماده ګۍ دا چاره نشم کولای. زه ډیرکله له خپلوملګرو د ځینوګرامري موضعاتو په ارتباط پوښتنه کوم ، یواځې یوڅویی په سم ځواب پوهیږي.خو دوئ په انګلیسي کې فصاحت لري، لوستنه، خبرې اترې، غوږنیونه اود خبروپرتله ښه په اغیزمنه توګه کولای شي.

دوهمه قاعده: نیمګړي جملې مطالعه او زده یی کړئ!
زیاترزده کوونکوهڅه دا وي چې لغاتونه زده کړي اوبیاترې یوه مناسبه جمله جوړه کړي. دا خبره مې حیرانوي چې څومره شمېرلغاتونه به زمازده کوونکوزده کړي وي، بلکې نشي کولای یوه سمه جمله ترې جوړه کړي. علت یی دا دی چې دوئ نیمګړي جملې نه زده کوي. هرکله چې ماشومان ژبه زده کوي، دوئ لغاتونه او نیمګړي جملې یوځای سره زده کوي. نوپدې اساس تاسواړکوم چې نیمګړي جملې (Phrases)زده کړئ.

که زرلغاتونه موزده وي، ممکن ونه توانیږئ چې یوه بامفهومه جمله جوړه کړئ. که یوه نیمګړي جمله موزده وي کولای شئ سل سمې جملې ایجاد کړئ.  که موسل نیمګړي جملې زده وي، پدې به حیران شئ چې څومره سمې جملې به و وایی. په پای کې، هرکله موچې زر نیمګړي جملې زده کړې، تاسوبه د انګلیسي ژبې غوره خبرې کوونکی شئ. نوپدې اساس د مختلفولغاتوپه زده کړه ساعتونه ساعتونه وخت مه ځایې کوئ. د لغاتوپرځای دغه وخت د عبارتونوپه زده کړه مصرف کړئ اوپدې سره به د انګلیسي فصاحت ته ورنږدې شئ.

ژباړه مه کوئ!
کله چې په انګلیسي کې یوه جمله جوړوئ دا هڅه مه کوئ چې د مورنۍ ژبې څخه هر یو لغات ټکي په ټکي وژباړئ. که پدې طرز جملې ایجادوئ دا هم غلطي ده اوهم مو شاته وړي ځکه د ژبوترمنځ زیات توپیر شتون لري د یوې ژبې د جملې ترتیب د بلې ژبې د جملې ترتیب سره فرق لري. نوپه همدې اساس د لغاتو پر ځای د عبارتونه زده کړئ له همدې امله کله چې تاسوخبرې کوئ نوتاسونه اړکیږئ چې د لغاتونوپه اړه فکروکړئ. د ژباړې یوه بله ستونزه دا ده هروخت چې ژباړه کوئ تاسوهڅه به دا وي چې د ګرامرپه اصولوژباړه ترسره کړئ چې تاسوله وړاندې پرې پوهه لرئ. کله چې په انګلیسي کې جملې جوړه وئ د هغوئ ژباړه اوپرې فکرکول سم کارنه دی اوبایدلدې چارې مخنوی وشي. 
دریمه قاعده: 

لوستنه اوغوږنیونه کافي نه ده. څه چې اورئ بایدپه خبروسره یی تمرین کړئ! 

لوستنه، غوږایښودنه اوخبرې اترې د هرې ژبې له مهم ترینواړخونوڅخه دي. نوهمداسې په انګلیسي کې هم دا خبره اړینه ده. په هرصورت، یواځینی اړینه برخه د ژبې هغه خبرې اترې دي چې بایدبې بندښته وي یعنی روانې خبرې بایدپرې وشي. د ماشومانولپاره دا کارعادي دی ځکه دوئ لومړئ خبرې زده کوي، دوئ روانې خبرې زده کوي بیالوستنه زده کوي او وروستۍ لیکوالي زده کوي. نو د یوې ژبې د زده کړې اساسي ترتیب لومړۍ غوږایښودنه، خبرې اترې، لوستنه او بیالیکوالي ده. 

لومړۍ ستونزه!  
دا نوي خبره نه ده چې په نړیواله کچه په ښوونځیوکې د ژبې د زده کړې پرمهال زده کوونکوته لومړۍ لوستنه ورښودل کیږي، ورپسې لیکنه، غوږنیونه او وروسته خبرې اترې. سره د دې دا توپیرلري، د دې اصلي لامل دا دی کله چې تاسودوهمه ژبه زده کوئ، تاسود ژبې د زده کولولپاره لوستنې ته اړتیالرئ ترڅوځانونه پرې پوه کړئ اوبیایی زده کړئ. خود دې ټولوسره سره د یوې ژبې د زده کړې اساسي ترتیب دا دی: لومړۍ باید د غوږنیونې مهارت زده کړو، بیاخبرې اترې، لوستنه او وروسته بیا د هغې ژبې د لیکنې مهارت زده کړو. د انګلیسي ژبې زده کوونکولپاره چې غواړي انګلیسي ژبه زده کړي ترتیب یی داسې دی: لومړۍ لوستنه، بیاغوږنیونه، خبرې اترې او وروسته لیکنه باندې بایدکاروشي.

دويمه ستونزه!
دا چې لوی شمېرخلک لوستنه اوغوږنیونه کولای شي عمده علت یی دا دی چې هغوئ پدې مهارتونوتمرین کړی وي.خو د دې لپاره چې په انګلیسي روانې خبرې وکړو، تاسوبایدپه انګلیسي خبرې اترې تمرین کړئ او عملآپرې و غګیږئ.کله چې یوڅه ته موغوږایښی وي یعنی غوږ وئ بیادمه مه کوئ، او کله چې تاسومطالعه کوئ، فقط غوږمه نیسئ.څه ته موچې غوږایښی هغه مواد په لوړغږسره تکرار کوئ او بیابیایی تمرین  کوئ. څه چې اورئ ترهغې یی زمزمه کوئ ترڅوچې موپه روان ډول زده کړي نه وي.که پدې لاروموعمل وکړتاسوبه په انګلیسي روانې خبرې وکړای شئ.
څلورمه قاعده: خپل ځان ښه بوخت کړئ!                
په یوه ژبه خبرې کول ستاسود زیرکتیاپه  معنی نه ده. هرکس د ژبې په زده کړه پوهیږي.دا په نړۍ کې هرانسان ته معلومه شوي او یوروڼ خقیقت دی. نن هریولږترلږه په یوه ژبه خبرې کولای شي.که لایق یاست یامو دماغ کمزوري دي بیاهم نن ورځ په یوه ژبه خبرې کوئ.

پورته ټولې خبرې په ژبوکې د پلټنې پرمهال ترلاسه شوي. ستاسوپه هیواد کې، تاسود خپلې ژبې کلمات اورئ او ورباندې جاري خبرې کوئ. ممکن تاسودې ته پام شي چې ځینې خلک په انګلیسي ښې خبرې کوي خو دوئ هغه خلک دي چې د انګلیسي ژبې د زده کړې په مرکزونوکې په زده کړوبوخت دي.هغه چې په انګلیسي خبرې کولای شي یواځې دا نه چې دوئ د انګلیسي ژبې زده کړې اړوند مراکزوته تللي بلکې د هغوئ چاپېریال د انګلیسي ژبې وي یعنی اوسیدونکي یی په انګلیسي ژبه خبرې کوي. زموږځینې هیواد وال چې په خارج کې زده کړې کوي هغوئ هم تریوه بریده انګلیسي ژبه زده کوي دا هم لدې امله چې دوئ د انګلیسي ژبې ښوونځي ته تللي یعنی د دوئ درس په انګلیسي ژبه وي. خوهرکله چې دوئ د خپل هیواد وګړي پیداکړي بیا دوئ په انګلیسي ژبه خبرې نه کوي. 
که غواړۍ په انګلیسي ژبه کې بلاغت ترلاسه کړئ هیڅ چیرته مه ځئ. تاسوبایدپه انګلیسي کې ځان بوخت وساتئ. تاسوله خپلوملګروسره ځینې اصول رامنځته کړئ اویوبل هروخت په انګلیسي خبرې وکړئ. تل هڅه وکړئ خپل زیرک تلیفون موله ځان سره ولرئ اوتاسود انګلیسي اړوند خبرونه، کیسۍ، سندرې او ښوونیزپروګرامونه پکې تعقیب کړئ. ځان بوخت وساتئ پدې سره ستاسوانګلیسي چټکتیامومي. 
د (TalkEnglish) په نوم سره یوسافټویرچې اوس یی (Offline) بڼه راوتلي هغه د ځان لپاره راښکته کړئ لدې پروګرام څخه تاسوله (8000) څخه زیات (audio) فایلونه یا غګیزفایلونه اوریدی شي او تاسوسره به د غوږنیونې مهارت په پراختیاکې ګټورتمام شي اوترډیره موبوخت ساتی شي. پدې کې د محاورې غوره جملې هم شته ختی که د څنګ ملګری هم ونه لرئ دا کافي ده، د لاندې لینک په واسطه دا دغه پروګرام راښکته کړئ. http://www.talkenglish.com/english-download.aspx.

پنځمه خبره: صحیح مواد مطالعه کوئ.                    
یوعام عبارت چې هغه غلط دیˮ تمرین موعالي کويʺ دا له خقیقت لېرې خبره ده. تمرین یواځې په هغه څه کې درسره مرسته کوي چې تاسویی په دوامداره توګه تمرین کوئ. که غلطه جمله تمرین کړئ، تاسوبه د جملوپه ناسم ډول  ویلوروږدي شئ. نوپه همدې دلیل هغه مواد چې اکثریت خلک یی کاروي نوتاسوهم هغه مطالعه کړئ.

یوه بله ستونزه چې زه زیات شمېر زده کوونکي وینم چې هغوئ خبرونه مطالعه کوي. په هرصورت، هغه ژبه چې دوئ ورباندې خبرې کوي هغه تر‌ډیره رسمي  وي اوکومه مختوی چې دوئ یی کاروي سیاسي وي اوپه عادي ژوندکې ترې ګټه نه اخیستل کیږي. دوئ چې څه وایی اړینه ده چې پرې پوه شو، خو دا ډیرپه لوړه کچه درسونه دي چې باید د انګلیسي ژبې د اساساتوله مطالعې وروسته زده کړل شي. 

هغه دوست چې تاسو ورسره انګلیسي تمرین کوئ که انګلیسي د هغه مورنۍ ژبه نه وي دغه دوست هم ښه دی هم بد. دغه ملګری چې انګلیسي یی مورنۍ ژبه نه ده اوتاسوورسره خبرې کوئ باید د خبروکولوله ګټو اوځاینونوخبرې شئ. دا چې د دغه دوست انګلیسي مورنۍ ژبه نه ده اوتاسوورسره انګلیسي تمرین کوئ هغه یواځې تاسوته تمرین درکوي نورهیڅ هم نه. یواځې یوبل به کوچنیوتېروتنوته اشارې کوئ ، ممکن له یوبل ځینې بدعادتونه هم خپل کړئ، که په دې نه پوهیږئ چې سمه جمله څنګه وي اوغلطه جمله څنګه وي. نودغه د تمرین وخت تاسود سموموادوپه استعمال مصرف کړئ کوم چې موزده کړي دي. نه دا چې تاسویواځې پردې وخت ځایی کړئ چې یوه جمله څنګه ویل کیږي. 

په لنډوکې، په انګلیسي کې یواځې هغه مواد زده کړئ چې باوري وي، عام استعمال ولري او هغه دقیق وي. 
 
خلاصه!
دا قوانین ستاسوهغه هدف ته رسوي چې غواړئ په انګلیسي ژبه په روانه توګه خبرې وکړئ. په (Talk English) کې ټول تدریسي او زموږدرسونه له دغه طریقې استفاده کوي. په (Talk English) کې ستاسولپاره ټول اړین موادشته چې دغه هدف درپوره کړي.