کرزی: اول نه پوهېدم خو وروسته وپوهېدم چې امريکا يو کمزوری او د پاکستان تر لاس لاندې افغانستان غواړي 

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د المان دويچه وله سره په خپلې تازه مرکې کې د سولې  بهير، پاکستان او افغانستان اړيکو او همدا ډول د ده او امريکا متحدو ايالتو د اړيکو خړپړتيا په اړه څرګندونې کړې دي. 

حامد کرزي ويلي دي چې د امريکا هڅه دا وه چې افغانستان لومړی بايد له پاکستان سره اړيکې ښې کړي، پاکستان سره ملګری پاتې شي او بيا به متحدو ايالت له افغانستان سره ملګريتا کوي. 

کرزي ويلي چې د امريکا هڅه دا وه چې افغانستان کې يو کمزوری حکومت جوړ شي، د افغانستان حکومت بايد د پاکستان له هوکړې سره برابر وي او وروسته بيا دوی له افغانستان سره د مرستې هڅې کوي. 

پخواني ولسمشر ويلي دي چې په لومړيو کې دی په دې نه پوهېدو او باور درلود چې امریکا په يو سپيڅلي نيت افغانستان سره همکاري کوي خو وروسته ورته دا څرګنده شوه چې امريکا د يو کمزوري او د پاکستان تر سلطې لاندې افغانستان غواړي. 

پخواني ولسمشر دا هم ويلي  دي چې د افغانستان د نظام ډول نه دې حکومت او نه هم د طالبانو يوازېنۍ خوښه ده، بلکې په دې اړه به لويه جرګه جوړيږي او ولس به پرېکړه کوي. 

حامد کرزي ويلي دي، چې د سولې خبرو کې د نجونو او هلکانو زده کړې مهم ټکی دی چې معامله به پرې نه کيږي.