ته یې خټین، خو زه یې مرمرین تاج محل بولم

(زما خټين تاج محل) دا د هغه کتاب عنوان دی چې تکړه او هڅاند ليکوال، ولي الله ملکزي د هغه هر دېوال او مناره، د وطن او د وطن د خلکو سره د مينې او ولولو له خښتو څخه ودان کړیدی. ما د دې ارزښتناک کتاب ځنې مقالې د سپرغۍ د انټرنیټي ويبپاڼې په څپو کې په زیاتې مینې او علاقه مندۍ سره لوستي او ګټه مې ترې اخیستې ده. د یادونې وړ بولم چې ما د سپرغۍ د ویبپاڼې په شپاړلس کلنه خپرنیزه موده کې د ګڼو او بېلا بیلو کتګوریو، درنو او ښاغلیو لیکوالانو زیات شمېر لیکنې او مقالې تر لاسه او نشر ته سپارلې دي. البته ځینی مقالې د ویبپاڼې له نشراتي پالیسۍ سره په ټکر کې له خپرېدو پاتې شويدي، خو ښاغلی ولي الله ملکزی یو له هغه لیکوالانو څخه دی چې په لیکنو کې یې ځانګړی سبک او سټایل تر سترګو کېږي او لیکنې يې رسالت او هم پيغام له ځانه سره لري. 

د ښاغلي ملکزي په لیکنو کې د وطن او خلکو درد محسوس او لیکنې یې زموږ د هیواد د بې شمېره کړاونو ژوندی انځور دی. نو ځکه هرانسان د ځان په لور رابولي او له دومره راښکون څخه ډکې دي چې سړی نه شي کولای آن یوه کرښه هم له پامه وغورځوي. ما ته پدغو لیکنو کې داسې څه تر سترګو شول چې له نورو لیکوالو سره توپیر لري، لمړنۍ ځانګړتیا چې ماته په زړه پورې وه هغه په لیکنو کې، کارول شوې ژبه ده. لکه چې وايي «ژبه هم کلا ده هم بلا ده» ډېره دقیقه خبره ده. همدغه ژبه ده چې موږ ته دوستان او دښمنان زېږوي، یانې ژبه زموږ د اړیکو مهمه وسیله او د معرفت پیلامه ده. 

محترم ملکزي صیب زموږ د ژوند ترخه واقعیتونه په خوږه او له ادبه ډکه ژبه کې رانغښتي او مخاطب يې خپلو نیمګړتیاو ته داسې متوجه کړی چې لوستونکی نه یوازې، نه خپه کوي بلکې د خپلو نیمګړتیاو منلو ته يې چمتو کوي او ورته وايي د حل لاره څه ده، او همدا د لیکوال قلمي هنر دی. 

دویمه مساله چې د محترم ولي الله ملکزي په لیکنو کې ماته ترسترګو شوه هغه د لیکنو منځ پانګه ده، دا د هرې لیکنې او هر کتاب غوره او بنسټيزه برخه جوړوي. له کتاب څخه باید زده کړه وشي، کتاب باید موږ ته ناشنا مسائل را وپېژني ترڅو موږ وکولای شو خپلو پوښتنو او اندیښنو ته د هغه په کرښو او پاڼو کې ځوابونه ترلاسه کړو. کتاب یا لیکنې باید روزنیز او پالنیز اړخ هم ولري، باید لوستونکی د هرې لیکنې تر لوستلو وروسته ځان تر پخوا ښه او په لوړه سطح احساس کړي او په ځان او خپلو کړنو کې بدلون راولي. لیکنې او کتابونه باید موږ د جنګ او وحشت له اوږده او ناوړه اغېز له درانه اروايي پېټي څخه آزاد کړي، موږ ته وښايي څنګه انساني ژوند وکړو او څنګه ځان او ټولنه انساني کړو؟ څنګه له ویجاړۍ او ناخوالو څخه ځان او وطن وژغورو؟ 

د ویاړ ځای دی چې د محترم ولي الله ملکزي په لیکنو او مقالو کې دغه ځانګړنې په زیاتې پاملرنې او انساني او وطني احساس سره ځای پرځای شوي او دا تصادفي نه ده چې د ښاغلي ملکزي صیب ځنې لیکنې په زرګونو لوستونکي لري. د بېلګې په توګه د هغه یوه مقاله چې (افغانان او د درویزې کلتور) ده، د محترم عزیزي غزنوي له خوا په دري آړول شوې چې عنوان یې دی(افغانها و فرهنگ گدایی) تردی دمه نژدی یو لک اویا زره کرته لوستل شویده او په ګوګل کې د سپرغۍ په ویبپاڼه کې لوستل کیدلای شي. په دغه لیکنه کې محترم ملکزي صیب زموږ د ټولنې په ستونزو، ناوړو دودونو او بې بنسټه باورونو ګوتنیونه کړې او زموږ د بدمرغیو او وروسته پاتې والي پر مهمو ټکو يې ګوته ايښې. خو ملکزی صیب تش نیوکګر نه دی، نوموړي علتونه را برسېره کوي او د حل لارې هم په ګوته کوي. 

زه لیکوال او د هغه د لیکنو ډول بریالی او زموږ د ټولنې، د ربړېدلو خلکو په ګټه او خير بولم. لیکوال د خپل کتاب لپاره (زما خټین تاج محل) نوم غوره کړی، خو زه يې مرمرین تاج محل بولم او د کتاب او کتابتون علاقه مندانو ته یې د مطالعې سپارښتنه کوم. ځکه په دغه کتاب کې ۴۷ بېلابېلې مقالې د مختلفو ټولنیزو، سیاسي او کلتوري مسایلو په اړوند لیکل شوي او هره مقاله د خپلې منځ پانګې په اډانه کې د فکري روزنې او پالنې ښوونځې بللی شو. 

محترم ولي الله ملکزی د خپل ژوند لمړني قدمونه له قلم او کاغذ سره پیل کړي او د وطن د تاریخي ناورین د بېلابېلو پړاونو ترخې او درنې څپېړې يې په متانت سره زغملي او د پېښو او حادثو څخه يې د ژوندانه په ستر ښوونځي کې زده کړېدي. د خپلې زده کړې د لاسته راوړنو یوه برخه يې په دغه پرتمینه ماڼې کې له خپلو هیوادوالو سره شریکه کړېده. زه محترم ولي والله ملکزي ته د زیاتې روغتیا او نورو پنځونو هیله کوم.