د جاپان د پارلمان استازو یوشیدې سوګا د دې هېواد د صدراعظم په توګه وټاکه

سوګا نن د جاپان پارلمان ته ولاړ او د دواړو مجلسونو د باور رایې یې ترلاسه کړې.
 
پخوانی صدراعظم شینزو ابې تېره میاشت د ناروغۍ له کبله له دې دندې استعفی وکړه.
 
۷۱ کلن سوګا خپلو خلکو ته ژمنه ورکړې چې د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام په ګډون به د مخکینې ادارې اجنډا تعقیب کړي.