هند ترې نه خلاصیږي؛ ۲۴ ساعتونو کې ۸۰۰۰۰ پیښې ثبت شوې دي

روهي (څلورنۍ/۲۶ د وږی)، له هغه وروسته چې په هند کې د کرونا وېروس له کبله لګول شوي محدودیتونه لیرې شوې، ورسره په دې هیواد کې یو ځل  بیا د کرونا يروس د مثبتو پيښو شمیر ډېر شوی.
 
د شمېرو پر بنسټ هندوستان کې په تېرې يوې شپې – ورځ کې اتيا زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې بې سارې ګڼل کيږي.
 
په داسې حال کې چې کرونا وېروس اوس د نړۍ تر بل هر هېواد په هند کې په چټکۍ سره خپریږي، د کرونا وېروس پيښې په کې تر پنځو میلیونو اوښتې دي.
 
د هندوستان روغتیایي ادارې د دغه وضعيت په اړه اندېښمنې دي. هندوستان د نړۍ په کچه دویم تر ټولو ستر وګړیز هېواد دی او پر همدې اساس ویروس په چټکۍ په کې خپريږي.