جاپانيانو ته د حکومت خبرداری: توپان مو وژني؛ کورونه مو خالي کړئ

روهي (دوه نۍ/۲۴ د وږي)، د جايان هېواد د خپل هېواد نېږدې يو لک کورنيو ته خبرداری ورکړی دی چې امن ځايونو ته کډده شي ګني مرګونی توپان به يې کورونه ونړوي او دوی به ووژني. 

دغه توپان ته د هايشن نوم ورکړل شوی او د جاپان په سويل کې يې د اوکیناوا، کاګوشیما، کوماموتو و ناګازاکي سيمې له ګواښ سره مخ کړي دي. د جاپان په سويل کې د دغه توپان له ويرې تر اوسه په سلګونه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي. 

د جاپان حکومت د مخکې له وړاندي تيارو پر اساس توپان انساني تلفات نه دي رامنځ ته کړي او تر اوسه يوازې دوه کسان د دغه توپان له امله ټپيان شوي دي. 

جاپان د سلګونه ټاپوګان جوړ هېواد دی، چې هر کال په کې له سونامي نېولي بيا تر وېجاړونکو زلزلو، توپانونو او سېلابونو طعبيي پېښې په کې رامنځ ته کيږي، چې مالي او ځاني زيانونه اولي.