
روهي (يوه نۍ/۲۳ د وږي)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغان حکومت او طالبانو تحريک ترمنځ د سولې د بين الافغاني خبرو هرکلی کړی دی.
د حامد کرزي له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "د حکومت او طالبانو تحريک ترمنځ د سولې خبرو پيل د هغه کورنيو لپاره چې جګړې ځپلې دي د خوښۍ خبر دی."
حامد کرزي هيله ښوودلې ده چې دوحه کې پيل شوې خبرې به د افغانستان د ملي او اسلامي ارزښتونو او د هېواد خپلواکۍ په پام کې نېول سره مطلوبې پايلې ته ورسيږي.
پخواني ولسمشر لېکلي دي چې د سولې دغه خبرې به افغانستان کې د يوې تل پاتې سولې پيل شي او د بهرنيانو د اوږدو لاس وهنو مخه به ونېسي.