کرزی: پر امرالله صالح بريد توريستي عمل او غندم 

روهي (درې۱۹ د سلواغې)، د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح تروریستي برید چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول په کلکو ټکو غندي. 

حامد کرزی هیله څرگندوي چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل او په گران هېواد کې د سولې او امنیت په ټینگېدو سره د افغانستان خلک له درد، رنځ او روان ناورین څخه نجات پیدا کړي.

پخوانی جمهور رئیس د لوی خدای(ج) له درباره د یادې پېښې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي.