د فزيک نړۍ: نويدونکې انرژي او بادي بريښنا

د فزيک نړۍ: نويدونکې انرژي او بادي بريښنا
ديوه عالم په وينا: د اقتصاد د عشق طبيب چې کله زموږ قام وليدو راته وويل: ستاسې مرض يواځې ستاسو په هيلو کې د حرکت نشتوالی دی. په شلمه پيړې کې اغلب اصل دا دی چې د ژوندانه کومه نظريه چې په دې مهال واکواله او غالبه ده، هغه اقتصادي نظريه ده . او هرې مسلې ته او معاملې ته دنس او جب له نظره ګوري او څيړي يې. ممتاز امريکايي ورځپاڼه ليکونکي مستر جان (ګنتر ) دزر نمانځنې دا ډول يادونه کړي . انګريزان په هفته کې شپږ ورځي د بانک بندګي کوي . او يواځې اوومه ورځ يې د انګلیستان کلسيا ته مخه وي . تاسې له دې نظريه اټکل کولی شی چې اقتصادي زيربنا او روبنا څومره مهمه ده.

دګران هيواد افغانستان د چاپيريال د مطالعې ورسته دلمر دوړانګو دلګيدو او باد چليدو له پلوه يو بډايه هيواد شميرل کيږي . د ساينس نړۍ يو پراخه ليد لوري لري . نړۍ اوس په دې لګيا ده چې څنګه د هوا او کنګل شوي ځمکې ګټه پورته کړي . د افغانستان داوبو او انرژۍ په برخه کې پراخه څيړنې ته اړتيا ليدل کيږي .او ارزونه تر سره شي . چې څنګه پراختيايي پروژې د ممکن په حالت کې د خاورې او هوا څخه ګټه پورته شي .
- [ ] موږ اوس داقتصاد په نړې کې دالف ليلي ويل په دنيا کې اوسيږو . يعنې د خوب ،او غفلت په دنيا کې يوو ، که همدا حالت دوام وکړي نو بيا موږ په داسې کورکې اوسيدل غواړو چې اقتصادي تهداب يې د غڼي دځالې هم کمزوري وي .



باد يا نويدونکي انرژي هوا دخداي(ج) د ورکړې وړيا زيرمه ده . بادي انرژي نويدونکي بريښنا له باد نه ګټه اخستنه روان او ارزانه طريقه ده . زموږ ګرانه هيواد د (نور ) په نسبت دباد يو سرمسته بادخيزه هيواد دی. دهوايي سپوږمکيو له سروې له مخې زموږ هيواد لویې برخې لکه نيمروز ،قندهار ،فراه ، هلمند ،ارزګان ،شرقي زون ننګرهار ،جنوبي زون دلوړ ولتاژ انرژي او پوتنشل لري . دلومړي ځل لپاره په هالند کې دباد له انرژي څخه د بادي ژرندې لپاره کار واخیست له هغه ورسته په دولسمه ميلادي پيړي کې يو ځل بيا د بادي بريښنا جوړولو قدم واخیستل شو .بادي توربينونونه دباد خوځنده انرژي په ميکانيکي توان بدلوي . له هغه وروسته بيا همدا توان په الکترونيکي انرژۍ يا بادي بريښنا بدليږي .


لکه څنګه چې نړۍ ورځ تر بلې د اوبو د کمښت سره مخ کيږي له بله پلوه د سترو بريښنايي پرژو وخت او زمان ته اړتيا لري . نو پوهانو ، د لمر ، او باد يا نويدونکي انرژۍ ته مخه کړي . تر څو دوخت اړتيا ترې ترممکنه حده پوره کړي . اټکل شوی ده چې تر ۲۰۴۰کاله پورې دټولو موټرو ترانسپورتي وسايلو د سوند مواد به دتيلو پر ځای نوري يا دلمر او باد انرژي ته ورکړي شي . لکه څنګه چې باد ارزانه او روانه طريقه ده او په يو کيلوواټ يوازې ۶۰سنټ لګښت او پانګونه کيږي . يعنې د ۸۰ ميګاوات بريښنا کوی شي چې په ۹۰ ميلونه دالره پانګونه تر لاسه کړو . چې زموږ دولت يې په اوسني حالت کې له تابه وتلي شي . د يوې سروې له مخې د ګران هيواد افغانستان پراخه. سيمې يې بادخيزه دي چې د باد دانرژي پوره قوي پوتنشل لري .او په پريمانه اندازه هوا او منظم موسمي وختونه لري . چي کولی شو له هغه څخه تر ۱۸۰۰۰زره ميګاوت بريښنا توليد کړو . چې د ټول افغانستان داړتيا لس برابر کيږي .


دهغه څخه يې د لوړ پوتنشل لرونکي سيمې يې نيمروز ،هلمند ،فراه، ارزګان، قندهار، او شرق زون ننګرهاراو لوی جنوبي زون دي . دبادي انرژي د بريښنا ګټې ،لومړي دسوند موادو ته اړتيا نلري . پانګونه يې د اوبو د پروژو څو برابره کمه ده . د هوا دککړتيا سبب نه ګرځي . په ډير کم لګښت سره ډيره بريښنايي انرژي لاسته راځي . خو دا اختيار ده ، د اوبو د نړيوال ويش په څير د دګاونډيو دضرر خوندي پروژوې برق دي . زموږ د ګران هيواد د نغلو داوبو بند ،د ماهيپر داوبو بند ،او د ننګرهار د اوبو بند اوس محال ځوان بندونه نه دي .او هر يو يي د لوړ پوټنشل بريښنا د توليد پر بناء جوړ شوي وه . خو دجګړو د نفوسو د تراکم . داوبو دکاسو د ډکيدو او د عمر په لحاظ دوخت داړتيا د پوره کولو توان نلري نو په راتلونکي کې د لمر د وړانګو ، او بادي يا نويدونکي انرژۍ په برخه لنډ مهاله او اوږد مهال پلان او ماستر پلان تهدابي پانګونه وشي . چې هم ارزانه او هم يي کيفيت لوړي دي.


تر څو د ژوند په دغه حياتي او ارزانه پروژو پانګونه وکړي ترڅو وکولی شو . د هيواد داقتصاد په پرمختګ کې دپام وړ ګامونه پورته کړو . ديو سروي له مخې يوازي په ۴۵۰ ميلون ډالر کولي شوه . په نيمروز کي ۸۰ مګاوات بادي بريښنا توليد کړو چې يوازې ۱۷ هکتاره ځمکې ته اړتيا لري په همدي ډول شرقي زون کې ورته پروژې په لغمان ننګرهار کې د تطبيق وړ دي دباد او لمر نه د يو طبيعي پاک او وړيا نعمت په ارزښت سالمه ګټه پورته کړو . ده بله پلوه دهيواد دغه ډول حالات عقل زغملي نه شي .دچا به دا خوښه وي چې څو کسان دې د خوراک او څښاک د زياتوالي له امله بد هضمه شي . او بلې خواته دې په زرونو خلک دلوږي او تندي له امله مري . دا څوک زغملي شي.

اهل کار پوهان دلوړ فکر څښتنانو سره دي د مريی او پردي سلوک وشي. او پاچا تر شااو خوا دې يوه ډله بي فکر مخلوق راټول شوي وي . د جګړې تر څنګ بايد اقتصادي جکړه د چاپيريال او طبيعت سره هم پر مخ یوسو:ځکه چې دپانګي لاس ته راوړل د چاپيريال د ملکيت په وسيله تر لاسه کيږي .داقتصادي انقلاب هيڅ ارزښت نشته .که څه هم په ښکاره دقام او هيواد لپاره هر څومره ګټور وي .تر څو يوه بنسټيزه پخه عقيده صحيح فکر او روزل شوي عقلانه شعور نه وي پيدا شوی . دقام شعور او ضمير دومره راويښ کړي شي چي هر غلطه پريکړه او نا کاره کار هيڅوک ونه زغملاي شي .مخکې له دې چې د نوي اقتصادي فقر سره مخ شو . په دغه پيغام سره ديو حرف په وړاندي يوالي سره دشلمي پيړي تراشليو او ناتراشليو دفقر بتانو په وړاندې له مجبورۍ د سجدې سر ټيت کړو دخپلو خدايی راکړو زيرمو په په ګټې اخستنې سره د اقتصادي تمدن نوي زولني داقتصادي غلامۍ د هتکړيو ځنځيرونه مات ،او د خپل تقدير او مستقبل د تعبير خوب ريښتيا کړو.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200908_225847_420.sdoc-->