ځینې سیاسیون د سولې مخالفت کوي

د سولې روانه پروسه  د ډوبېدونکې کښتۍ خوندې په سیاسي حالاتو کې خطرناک چورلکونه خوري او هره شېبه ددې وېره ده چې خدای مه کړه تر ساحل ونه رسېږي او ډوبه شي. 

خو دا چې ځینې سیاسیون ولې د سولې روانې پروسې مخالفت کوي؟ څو خبرې دي. 

۱:  سیاسیون په جګړه کې خپلې ګټې ګوري 
ځینې سیاسیون د جګړې له دوام تغذیه کېږي او له همدې ادرسه په بېلا بېلو لارو پیسې ترلاسه کوي، ځینې یې مافیایي ډلې لري، ځینې د نشه یي توکو کاروباریان دي او ځینې بیا د نورو هېوادونو په اشاره چې په افغانستان کې نیابتې حګړې او دوام یې په ګټه دی، دسولې مخالفان دي. 

۲: له ولسمشر اشرف غني سره عقدوي چلند 
دا د سولې د روانې پروسې پر وړاندې د مخالفو سیاسیونو د مخالفت یو بل لامل دی چې دوی یې کوي. 

چارواکي له ولسمشر سره له دې امله عقده پالي چې ګنې که سوله وشوه دا امتیاز او کریډیټ ولسمشر غني ته ځي چې ویې کړای شول د لسیزو دا جګړه ختمه کړي. 

دوی د خپلې شخصي عقدې پر اساس د سولې ملي پروسه سبوتاژ کوي او مخه یې نېسي. 

۳: د سولې پروسه په لګنه غوا بدله شوې 
د سولې د راوستو لپاره په دولت کې بېلا بېل پوسټونه او موقفونه د سولې په نوم ځانګړي شول. د سولې عالي شورا، د سولې وزارت، د سولې مرکچي پلاوی او اوس د مصالحې عالي شورا. 

دا ټول ادرات په خپل تشکیل کې ګڼ بستونه، کاري فصتونه او مفادات لري. 

ددې پوسټونو د ټولو اداره کوونکو چارواکو له غوړ معاش نېولې تر ګارډ، ډرېور او....  پورې ښه کافي اندازه معاش چالان دی او د دولت له خزانې ښه په نسونو ماړه دي. 

د سولې په نوم د رامنځته شویو همدې پوسټونو واکدارانو له خپلو ملاتړو سره د دندې ورکولو ژمنې هم عملي کړې او ټول هغه بې کفایته او نا اهله کسان یې د سولې پروسې ته راوستل چې له لا وړاندې یې ورته وعدې ورکړې وې. 

اوس تاسو خپله اندازه لګولی شئ چې که سوله وشي او د ملي پخلاینې ټغر وغوړېږي دا امتیازات،مزې او چړچې امکان لري؟ البته چې ستاسې ځواب به "نه" وي. 

له همدې امله د مظلوم ولس د سترګو پر وړاندې د سولې پروسه په یو او بل نوم د ځینې مغرضو سیاسیونو له لورې له خنډ سره مخ کېږي.