غزل

محمدالله ارین احمدزی
 
ستا په سترګو کې الهام دی د غزلو
ستا خندا سمه سندره د بلبلو
ستا په مینه کې دي ډير څه ما موندلي
ستا سینه کې ده کرکیله بس د ګلو
ستا په مینه زما مین زړګی چې ښاد شي
ستا هر ناز دی د زخمي زړه د پاللو
ستا په کړس خندا کې دومره لوی تاثیر دی
پرې مینځلی شي ډير زړونه د ناولو
ستا په سترګو کې اغیز د مینې ډير دی
دي سرې شونډې دې پيالې ډکې له مُولو
دا چې زلفې دې پر مخ باندې خورې کړې
نن دې هوډ دی د ارین د ځورولو‬