حامد کرزي د مصالحې عالي شورا کې خپل غړېتوب رد کړ

روهي (يوه نۍ/۹ د وږي)، تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان له لارې د مصالحې عالي شورا د غړي او مشرتابه پلاوی وټاکلو. په مشرتابه پلاوي کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول د د ۱۹ کسانو نومونه راغلي دي. 

د پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنيز دفتر رسنيو ته په استولې شوې خبرپاڼه کې د افغانستان د سولې له بهير ملاتړ کړی خو لېکل شوي دي چې پخوانی ولسمشر به هېڅ حکومتي تشکيل کې برخه وانه خلي. 

خبرپاڼې زياته کړې ده، "د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د سولې لپاره هڅه د افغانستان د ټولو خلکو ملي هڅه بولي. پخوانی جمهور رئیس به د سولې لپاره خپله هڅه او کوښښ د ګران هېواد د یو وګړي په توګه جاري وساتي او دې ملي مرام ته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې به برخه وانخلي."

د مصالحې عالي شورا مشري ډاکټر عبدالله عبدالله ته سپارل شوې ده چې اووه مرستيالان لري. همدا ډول د هېواد مشهورې سياسي څېرې د مصالحې عالي شورا غړېتوب لري.