له ولس يې بښنه غوښتي؛ د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې استعفا ورکړه 

روهي (جمعه/۷ د وږي)، د جاپان ۶۵ کلن لومړي وزير شيزو ابې د ناروغۍ له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه. شينزو ابې د  کولمو او مثانې په التهابي ناروغۍ اخته دی. 

شينزو ابې له ډېر پخوا د  کولمو او مثانې ناروغي لري. نوموړي په دې اساس له خپل ولس بښنه غوښتې ده، چې ويې نه شول کولی چې د لومړي وزارت ټاکل شوې مودې پوري په عادي ډول سره خپلې دندې ته ادامه ورکړي. 

د  شینزو ابې د نورو کارونو ترڅنګ، ده د جاپان د پوځ غښتلي کول او په پوځي برخو کې پانګونه د پام وړ کارونه دي. د امريکا تر اغېر لاندې د جاپان اساسي قانون دغه هېواد ته د يو خپلواک او غښتلي پوځ اجازه نه ورکوي. 

نوموړي د خپلې استعفا په اړه ويلي، ''پرېکړه مې وکړه، چې نه شم کولای د لومړي وزیر په توګه چارې پر مخ یوسم." 

تر اوسه د نوموړي ځای ناستی نه دی ټاکل شوی او د پارلماني ټاکنو له لارې به جاپان ته نوی لومړی وزير ټاکل کيږي.