د ۲۰۱۴ کال ټاکنو پر مهال جنجالي څېره او د ننګرهار اوسنی والي ضياءالحق امېر خېل وپېژنئ

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د رسمي وېب پاڼې د مالوماتو اړوند، ضیاءالحق امرخېل په (۱۳۶۰) کال کې د بامیانو ولایت په مرکز، د بورسونه په کلي کې د ښاغلي الحاج سردار امرخیل په کور کې سترګې نړۍ ته پرانیستې دي.

نوموړي د لومړنیو زده کړو لپاره د کوزې پښتونخوا په اسامه بن زید ښوونځي کې شامل شو او د پېښور د امام ابوحنیفه له مهد څخه د دولسم ټولګي په درجه فارغ او هملته یې د کډوالۍ پر مهال د برینز کمپیوټر ساینس کالج ولوست.

ياده وېب پاڼه کې د امرخېل د لوړو زده کړو په اړه لېکل شوي دي، "امرخېل په خیبر پښتونخواه کې د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند په فهد المرزوق پوهنتون کې د عربي ادبیاتو په څانګه کې لوړې زده کړې پیل کړې. په اخري سمستر کې و چې افغانستان ته د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو ځواکونه راغلل، حالات بدل شول، نو یاد پوهنتون هم وتړل شو. په دې پوهنتون کې اکثریت محصلین افغانان  و، نو ځکه له ننګرهار پوهنتون سره په کال ۲۰۰۳ کې مدغم شو. امرخیل، له دوه کاله وقفې وروسته، په ننګرهار پوهنتون کې د یادې فاکولتې وروستی سمستر ولوست او په ۲۰۰۶ کې ترې فارغ شو.

د زده کړو لیوال امرخیل، د لیسانس په سندونو اکتفاء ونه کړه او په ۲۰۱۸ کال کې  یې د ایټالیا له مشهور پوهنتون (Turin School Development)  څخه د پرمختیايي مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ."

رسمي دندې
ښاغلي امرخیل په ۲۰۰۴ کال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) په دفتر کې د عامه پوهاوي د مبلغ په توګه دنده پیل کړه.

په ۲۰۰۵ کال کې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې له کوچیانو سره د اړیکو د عمومي مسوول په توګه ماموریت ته اوږه ورکړه.

امرخیل د ښو کارکړنو له مخې په ۲۰۰۹ کال کې د ټاکنو کمیسیون د سیمه ییزو عملیاتو رئیس مقرر شو.

نوموړي همدارنګه د ټاکنیزو سیسټمونو د نړیوال بنسټ (IFES) سره د اداري او لوجيسټيک د عمومي مدير په توگه ماموریت ترسره کړ.

د پراخې کاري تجربې او غوره ماموریت له کبله یې د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي پام هم راجلب کړ او د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس وټاکل شو.

کله چې په (۲۰۱۴م) کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې او دا ټاکنې د یوه نوماند لخوا تحریم شوې، نو جنجال رامنځ ته شو؛ امرخیل د خلکو رایو ته د درناوي او د راپورته شوې شخړې د پراخیدو د مخنیوي په پار د همدې کال په چنګاښ کې استعفا ورکړه او په کور کیناست.  

امرخیل له خپلو خلکو سره د بې کچې مینې په خاطر ارام پاتې نشو. له وخته په استفادې یې د ۱۳۹۴ کال د ثور په ۱۶مه د خپلو همفکرو ملګرو په مرسته د ملي ثبات خوځښت رامنځته کړ او د دې خوځښت مشري یې په غاړه واخیسته.

ملي ثبات؛ چې کړنلاره او تګلاره یې د ژبې، قام، مذهب او سیمې په چوکاټونو کې بندې نه وې، ډیر ژر یې د هیواد اکثریت ولایتونو ته ریښې وځغلولې او رضاکار غړي یې پیدا کړل.

د امرخیل کاري وړتیا، ژمنتیا او صداقت د ده شهرت لاډېر کړ، له همدې امله جلالتمآب جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ کال د تلې په شپږمه، په ولسي او سیاسي چارو کې خپل ستر سلاکار وټاکه.

ضياءالحق امرخېل بيا ځلې واک ته د ولسمشر غني په رسېدو سره په پارلماني چاروکو کې د دولت وزير او بيا وروسته د ننګرهار والي وټاکل شو او نن ورځ په رسمي ډول د ننګرهار د والي په توګه معرفي شو.