پکتیا کې له ځنډ وروسته یو ځل بیا د کرونا ویروسي ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي

روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په تېرو دریو ورځو کې ۲۲ کسان په کوېډ ۱۹ ناروغي اخته شوي دي، چې له دې جملې پکې لس تنه یې د پکتیا پوهنتون زده کړیالان دي. 

دوی اندېښنه څرګنده کړې، که په تعلیمي بنسټونو او نورو د ګڼې ګوڼې ځایونو کې روغتیايي سپارښتنو ته پام ونشي، نو د پېښو ډېرېدو اندېښنه یې شته. 

روغتیايي سپارښتنو ته نه پام ددې لامل شوی، چې له ځنډ وروسته پکتیا کې یو ځل بیا د کرونا ویروسي ناروغۍ پېښې ډېرې شي. 

ددې ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري په تېرو دریو ورځو کې ۲۲ کسان په کرونا ناروغۍ اخته پېژندل شوي، چې لس پکې د پکتیا پوهنتون محصلین دي. 

د روغتیا ريیس ولایت خان احمدزی وايي، که په تعلیمي مرکزونو او د ګڼې ګوڼې په نورو ځایونو کې خلک روغتیايي لارښونو ته پام ونکړي، په کوېډ ۱۹ ناروغي به د اخته کسانو شمېر یو ځل بیا ډېر شي. 

د پکتیا پوهنتون مسوولین هم په دې په اړه اندېښمن دي او وايي، د ټولو پوهنځیو ريیسانو ته یې لارښوونه کړې، ترڅو زده کړیالان مکلف کړي، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي. 

اوس مهال په پکتیا پوهنتون کې شاخوا ۵ زره محصلین په زده کړو بوخت دي، که د زده کړو پر مهال په ټولګیو کې روغتیايي تدابیر عملي نشي، نو ګڼ زده کوونکي به په کرونا اخته شي.