ننګرهار کې تر درې سوه (یوګاندایي) پوځيان په کرونا ويروس ککړ شوي دي

روهي (څلورنۍ/۵ د وږي)، د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت  کې د Triple Canopy په نوم د يو امنيتي شرکت سلګونه ساتونکي چې د يوګاندا هېواد وګړي دي په کرونا ويروس ککړ شوي دي. 

يو شمېر لوېدېځو رسنيو راپور ورکړی دی چې يادو ساتونکي د فینتي په نوم د يوې پوځې اډې د ساتنې مسووليت درلود او د Triple Canopy په نوم امنيتي شرکت پوري يې تړاو درلود. 

تر اوسه د افغانستان او يوګاندا حکومتونو په دې اړه مالومات نه دي ورکړي. خبر کې ويل شوي دي چې په کرونا ويروس ککړ شوي يوګاندايي ساتونکي له پوځي اډې وتلي دي.