حکومت ورپسې پنجشير ته ورغلی؛ ځايي خلکو په اخلاقي فساد تورن اکرام الدين اکرام ترې خلاص کړ 

د پنجشیر سیمه‌ییز چارواکو ویلي  چې په دغه ولایت کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره د ځانګړو پولیسو عملیات بې نتیجې پای ته رسیدلي دي.

د پنجشیر د والي مرستیال محمدامین صدیقي د دوشنبې په ورځ  (وږي درېیمه) رسنیو ته وویل چې دغه عملیات تیره شپه د پنجشیر په مرکز بازارک کې ترسره شوي دي
 
ښاغلي صدیقي زیاته کړې چې د پنجشیر سیمه‌ییزو چارواکو ته د دغو عملیاتو د ترسره کول په تړاو له وړاندې خبر نه وو ورکړل شوی.
 
تر اوسه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.